افغانستان

نيمروز دلارام کې د ملي اردو پر مرکز سرتيري برديدونه شوي

نن ټکی اسيا: نيمروز ولايت څخه رارسيدلي خبرونه وایي، چې د دې ولايت دلارام ولسوالۍ نيمزور څلور لارې سره د ملي اردو پر يو مرکز ډله ييز سرتېري بريدونه شوي دي.
خبر زياتوي، چې لومړی بريد د مازدا ډوله موټر په واسطه وشو، چې له چاوديدونکو توکيو ډک و.
دغه لومړي سرتيري بريد د نورو کسانو د ورننوتلو لار پرانسته او نور څلور تنه د ملي اردو مرکز ته په سپکو او درنو وسلو سمبال ننوتل او جګړه اوس هم روانه ده.

چارواکي وايي، چې سرتيري بريدګر پنځه کسان وو.
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي د دې بريدونو مسؤوليت منلی دی.
د پېښې په اړه دنورو معلوماتو لپاره نن ټکی اسيا سره اوسئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x