کرېکټ: په شل اوریزو سیالیو کې یو بل ریکارډ جوړ شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د نیوزېلنډ او ویسټ انډیز تر منځ په دریېمه شل اوریزه سیالۍ کې د نیوزېلنډ چټک او غوره توپ وهونکي کولین مونرو لخوا یو بل نړیوال ریکارډ جوړ شو.

کولین مونرو په ۵۳ توپونو د ۱۰ شپږیزو او ۳ څلوریزو په مرسته ۱۰۳ چټکې منډې جوړې کړې، چې په شل اوریزو سیالیو کې یې دریېمه نړیواله شل اوریزه سلیزه ترسره کړه، چې په دې سره نوموړی د زیاتو شل اوریزو سلیزو وهلو ریکارډ خپل کړ.

کولین مونرو د نړۍ لومړی لوبغاړی شو چې په نړیوالو شل اویزو سیالیو کې ۳ سلیزې ترسره کوي، نوموړي خپله لومړی سلیزه د بنګلدیش په وړاندې تېر ۲۰۱۷ کال په بنګلدیش کې او دوهمه سلیزه د هند په وړاندې په هند کې ترسره کړې، چې له دې وړاندې کریس ګیل، برینډن میکولم، روهیټ شرما او ایوین لویس هم دوه دوه سلیزې وهلي.

نیوزېلنډ په دغه لوبه کې ویسټ انډیز ته د ۱۱۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه، چې د شل اوریزو سیالۍ لړۍ یې په ۲.۰ وګټله.

د یادونې وړ ده چې نیوزېلنډ لوبډله د روانې میاشتې په شپږمه نېټه له پاکستان سره سیالۍ لري، چې د پاکستان لوبډله وخت له مخه نیوزېلنډ ته رسیدلې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د