افغانستان

برېښنا شرکت: د ترکمنستان برېښنا بېرته ونښلول شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د برېښنا شرکت مسوولین وايي، له څو ورځې وروسته په دې وتوانيدل چې له ترکمنستانه را وارد شوې برېښنا بیا وصل کړي.

د برېښنا شرکت ویاند وحید الله توحيدي وايي، فعلاً له ترکمنستان څخه را وارد شوې برېښنا بېرته نښلول شوې او د ستونزې د دایمې حل په موخه به راتلونکې اوونۍ کې یو پلاوی ترکمنستان ته سفر وکړي.

نږدې درې ورځې وړاندې ترکمنستان خپله برېښنا له دې امله پرې کړه، چې افغان حکومت ورسره په قېمت کې موافق نه شو.

له ترکمنستان څخه ۱۵۲ میګا واټه برېښنا را واردېږي، چې تر اوسه پورې يې قېمت کیلو واټ په دوه سینټه و، مګر تازه ترکمنستان غوښتي، چې باید په هر کيلو واټ څلور سینټه ورکړل شي.

د برېښنا شرکت مسوولین وايي دوی هڅه کوي چې پر همدې دوه سینټه ترکمنستان ته قناعت ورکړي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړي وايي، حکومت باید پر وارداتي برېښنا تمرکز ونه کړي، ځکه هغه هېوادونه يې هر وخت کې پرې کولی شي.

د ولسي جرګې غړې زهرا توخي ویلي، حکومت باید پخپلو بندونو کار وکړي او پخپله د برېښنا د تولید هڅه وکړي.

له ترکمنستان څخه د ۱۵۲ میګا واټه برېښنا له مجموعې ۵۲ میګاواټه یوازې په هرات کې مصرفېږي، چې په پرې کېدو سره يې ګڼې ستونزې را منځته شوې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x