افغانستان

غور ولايتي شورا: حکومت «مجاهدین» له صحنې وباسي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د غور ولایت په مرکز فیروز کوه کې د دې ولایت د ولایتي شورا غړو، د جمعیت اسلامي غړو او ځينې عامو وګړو له لوري د عطامحمد نور په ملاتړ غونډه وشوه.

د غونډې ګډونوالو د حکومت پر وړاندې د عطامحمد نور دریځ منصفانه بللی او حکومت يې د «مجاهدینو» په ګوښه کولو ملامت کړی دی.

په غونډه کې د غور د ولایتي شورا مرستیال عبدالرحمن عطشان وویل، دا ډول ناندرۍ د ولس او حکومت تر منځ شته فاصلې لا پراخولی شي.

عطشان زیاته کړه، د هېواد سیاسي مشران باید په اوسنیو حالاتو کې ملي ګټې په نظر کې ونیسي.

د غونډې ګډونوالو چې ډېری د جمعیت اسلامي غړي و، عطامحمد نور ته ډاډ ورکړ، چې اوږه پر اوږه ورسره ولاړ دي.

نورهم په تلیفوني اړیکه کې له دوی مننه وکړه او وټاکل شوه، چې راتلونکې اوونۍ کې به جمعیت اسلامي فیروزکوه کې هم خپل دفتر پرانیزي.

په ورته وخت کې په کندهار کې جنرال عبدالرازق هم د عطامحمد نور ملاتړ کړی او حکومت يې «جهادي شخصیتونو» ته په دسیسه جوړولو تورن کړی دی.

نږدې درې اوونۍ وړاندې ارګ د عطامحمد نور د لرې کېدو خبر ورکړ، چې پر ځای يې انجینر محمد داود د بلخ والي معرفي کړ.

نور ګواښ وکړ، چې که يې شرطونه ونه منل شي، نو د بلخ څوکۍ به خوشي نه کړي، هغه تازه د انجینر محمد داود د نیول کېدو امر هم ورکړی دی.

نور په بلخ کې پر قضايي ارګانونو غږ کړ، چې په زارع ولسوالۍ کې د قتل له امله باید انجینر محمد داود مجازات شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x