نړۍ

نواز شريف: ټرمپ احمق او ناشکره انسان دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د پاکستان پخواني لومړي وزير او د واکمن مسلم ليگ نواز گوند مشر نواز شريف د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ټويت په ځواب کې، هغه «احمق او ناشکره» انسان بللی دی.

نواز شريف په اسلام اباد کې له رسنيو سره په خبرو کې د ټرمپ هغه څرگندونې وغندلې، چې پاکستان يې په «چل او درواغو» تورن کړی و.

د پاکستان پخواني لومړي وزير ډونلډ ټرمپ له دې امله احمق او ناشکره بللی و، چې د نواز شريف په وينا «د امریکا په جگړه کې د پاکستان له قربانيو سترگې پټوي او درناوی يې نه کوي.»

ډونلډ ټرمپ د روان ۲۰۱۸ کال په لومړۍ ورځ حیرانونکي ټويټ کې ويلي و، چې امريکايي چارواکو حماقت کړی و، چې پاکستان ته يې له ۳۳ ميلياردو ډالرو زياتې مرستې ورکړي او پاکستان يې په ځواب کې له درواغو او چل پرته بل څه نه دي کړي.

د پاکستان پوځ، د بهرنيو چارو وزارت، نورو چارواکو او همدارنگه د سياسي او پوځي چارو کارپوهانو د ټرمپ څرگندونې غندلي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف ويلي، چې امریکا په افغانستان کې د خپلې ماتې پړه پر پاکستان نشي اچولی. ښاغلی اصف ويلي، چې دوی نور له امريکا سره په روانې جگړې کې مرسته نه کوي.

په ملگرو ملتونو کې د پاکستان سفيرې مليحه لودهي نيويارک کې رسنيو ته ويلي، «که امریکا زموږ د قربانيو درناوی ونه کړي، موږ به له امریکا سره په خپلو مرستو بيا کتنه وکړو.»

د پاکستان د دفاع وزير خرم دستگير هم ويلي، چې اوسمهال د امریکا او پاکستان اړيکې پرې شوي او امریکا کولای شي، چې په پاکستان کې بريد وکړي.

چين او ترکيې هم د امریکا په مقابل کې د پاکستان ملاتړ اعلان کړی او زياته کړې يې ده، چې نړيواله ټولنه بايد د ترهگرۍ ضد په نوم روانې جگړې کې د پاکستان ستاينه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
A.Sh.r.

امریکا نا شکره، پاکستان نمک حرلمه . نن ټکی ای اس ای دای اس ای جاسوسان

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x