نړۍ

حقوق بشر: سعودي دي سیاسي فعالان او دیني عالمان خوشي کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): په ملګرو ملتونو کې د حقوق بشر ځیني استازو او کارپوهانو تېره ورځ غوښتنه کړې چې سعودي دي هغه په لسګونو دیني عالمان او سیاسي فعالان خوشي کړي چې په دې وروستیو کې يې د خپلو شخصي نظر څرګندولو په وجه نیولي او بې له محکمې یې بندیان کړي دي.

د حقوق بشر کارپوهانو په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې سعودي د تېر کال ۲۰۱۷ سپتمبر میاشتې څخه تر اوسه ۶۰ سیاسي فعالان، لیکوالان، دیني عالمان او اکاډومیک شخصیتونه نیولي دي.

ددې تر مخه د بخښنې نړیوال سازمان د حقوق بشر د څار ادارې هم د سعودي له لوري د مخالفینو نیول غندلي وه خو دا نادره بلل کیږي چې د ملګرو ملتونو څخه په رسمي ډول داسي څرګندونې وشي.

د عربي ۲۱ رسنۍ د راپور سره سم د ملګرو ملتونو د حقوق بشر کارپوهان ددې صلاحیت لري چې په هیوادونو کې د بشري حقوقو څارنه په رسمي ډول وکړي او په اړه یې اندېښنې څرګندي کړي.

د دغو کارپوهانو په وینا په دې وروستیو کې سعودي د بشري حقونو څخه د دفاع په وجه او همداسي د خپل نظر څرګندولو په وجه یو شمېر کسان نیولي او هغوی ته یې د نظر څرګندولو اجازه نه ده ورکړې.

د کارپوهانو په وینا په دغه بندیانو کې دیني اصلاحي عالم «سلمان العوده» هم دی څوک چې په عموم کې د اسلام په رڼا کې د بشري حقونو پلوی دی او غواړي چې حکومت د شریعت په رڼا کې هیوادوالو ته حقوق ورکړي.

باید وویل شي چې دکتور سلمان العوده وروسته تر هغه ورک دی کله چې یې پر قطر د بندیز وروسته دا دعا پر خپل ټویټر خپره کړه: خدایه د وروڼو تر منځ محبت زیات کړې.

د سرچینې په وینا د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په خبرپاڼه کې هغه بندیانو ته اشاره نه ده شوې چې د سعودي حکومت د فساد په تور په یوه پنځه ستوریز هوټل کې بندي ساتلي او غواړي چې د هغو څخه ۱۰۰ ملیارده فدیه تر لاسه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x