
د زعفرانو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کرنې او مالدارې وزارت ویاند وايي، د تېرو کلونو په پرتله سږ کال په هېواد کې ډېر زعفران تولید شوي او یوازې د تېر یو کال په پرتله یې دوه ټنه حاصلات یې ډېر شوي دي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، تېر کال په ټول هېواد کې شپږ ټنه زعفران تولید شوي وو؛ خو سږ کال اته ټنه تولید شوي، چې په یو کال کې یې دوه ټنه حاصلات ډېر شوي دي.
د رستمي په خبره، سږ کال د افغانستان زعفران یوازې عرب متحده اماراتو ته صادر شوي او په ښه بیه پلورل شوي دي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند زیاتوي، راتلونکي ۱۳۹۷ کال به د ټول هېواد بزګرانو ته د زعفرانو تخم ووېشي.
دی وايي، سږ کال په بلجیم کې د زعفرانو د ۳۰۰ نمونو په نندارتون کې د افغانستان زعفرانو لومړی مقام وګاټه.
اوس مهال زعفران یوازې په هرات، سمنګان او فاریاب ولایتونو کې کرل کېږي؛ خو د کرنې وزارت په پام کې لري چې راتلونکی کال د زعفرانو کرنه د هېواد ۳۴ ولایتونو ته وغځوي.
زعفران د کوکنارو ښه بدیل دی او که چېرې د کرنې او مالدارۍ وزارت د زعفرانو کښت او بازار موندنې ته پام وکړي؛ نو راتلونکو څو کلونو کې به په ټول هېواد کې د کوکنارو کښت صفر ته راښکته شي.
مننه کوم ډیره معلوماتی پاڼه ده کوردان په ژوند کی بریالی اوسي