افغانستان

حکمتیار: ایتلافي حکومتونه، هېواد تجزیه کولی شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): نن په کابل کې یوې خبرې ناستې ته ګلبدين حکمتیار په هېواد کې د روانو حالاتو اړوند تازه څرګندونې وکړې.

ښاغلي حکمتیار د بلخ او ارګ لانجې، او په وروستیو کې د کندهار امنیه قومندان څرګندونو ته په اشارې وویل، ایتلافي حکومتونه هېواد له تجزیې سره مخ کولی شي.

هغه له روانو حالاتو د وتلو یوازينۍ لار ټاکنې یاد کړې او په وينا يې منتخب حکومت باید رامنځته شي.

حکمتیار وویل د روان بحران په اړه يې د ګڼو ګوندونو له مشرانو سره خبرې کړې، چې باید په یوه غونډه کې راټول شي، خو په خبره يې ځينو ورسره نه ده منلې، مګر بیا به هم هڅه وکړي چې د ځينو ګوندونو تر منځ غونډه وکړي.

هغه د برېښنايي تذکرو اړوند هم تبصره وکړه او ځان يې د «افغان» کلیمې پلوی یاد کړ، خو په څنګ کې يې د قوم راوړل هم مناسب وبلل.

ګلبدین حکمتیار ته د ارګ او بلخ لانجه سره له دې چې د ایتلافي حکومتولۍ په خوا کشش ښکارېده، خو ويې ویل دا کوچنۍ مسئله ده او نه غواړي ځان پکې ښکېل کړي.

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې یو ځل بیا ګیله وکړه چې حکومت ورسره د زندانیانو په خوشي کولو کې ژمنې نه عملي کوي.

هغه وویل ټاکل شوې وه چې د دې اوونۍ تر پایه باید زموږ ۹۱ تنه زندانیان ازاد شي، خو تر اوسه هیڅ نه دي شوي.

امرالله صالح د حزب اسلامي ګڼ زندانیان د داعش غړي بللي و او حکمتیار يې له داعشیانو سره په اړیکو تورن کړ.

څو ورځې وړاندې هغه پخپله ټویټر پاڼه لیکلي و، چې د حکمتیار او داعش د اړیکو پټ ساتلو په خاطر د شلو داعشي زندانیانو دوسیې هم عدليې ارګانو ته نه دي سپارل شوې.

حکمتیار چې په کورنیو جګړو کې يې تر پایه ټوپک له اوږې کوز نه کړ، د امریکا له راتګ سره د هغوی پر ضد د مبارزې اعلان وکړ او د ګډ حکومت په لومړیو کې يې د سولې په نوم تړون لاسلیک کړ او کابل ته راغی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x