نړۍ

اردوغان: د ترهګرۍ ضد جګړې کې د پاکستان قربانۍ د ستايلو دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د پاکستان پر خلاف د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ټويټ وروسته ترکيې د پاکستان په ملاتړ څرګندونې کړي دي.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپل پاکستاني سيال ممنون حسین سره د امریکا او پاکستان ترمنځ د روانو ترينګلو اړيکو پر مهال د پاکستان د ملاتړ ډاډ څرګند کړی او د ترهګرۍ ضد په نوم جګړې کې يې د پاکستان د قربانيو ستاينه کړې ده.

د پاکستان له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې اعلاميې کې د پاکستان پر ضد د امريکايي ولسمشر ټويټ غندل شوی او زياته کړې يې ده، چې «د ترهګرۍ ضد جګړې کې د پاکستان قربانۍ تاريخي او د ستايلو دي.»

ولسمشر اردوغان د پاکستان په تړاو د ټرمپ ټويټر پيغام ناسم بللی او زياته کړې يې ده، چې د امریکا په مرسته په روانې جګړې کې د پاکستان قربانۍ له هېچا نه دي پټې.

د پاکستان له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې اعلاميې کې راغلي، چې ولسمشر ممنون حسين د ترکيې له لوري د پاکستان په ملاتړ له خپل ترکي سيال څخه مننه کړې او دا يې د فخر وړ بللې ده.

د پاکستان ولسمشر ويلي، چې «پاکستان يو مسوول هېواد دی او د ټرمپ د څرګندونو به مناسب ځواب ورکړي.»

د يادونې وړ ده، چې له ترکيې وړاندې چين هم د پاکستان په ملاتړ څرګندونې کړي دي.

د چين له بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړې کې بې ساري قربانۍ ورکړي او نړۍ بايد د پاکستان د قربانيو درناوی وکړي.

تېر کال جنورۍ کې واک ته د ډونلډ ټرمپ د رسېدو راهيسې د پاکستان او امریکا اړيکې ترينګلې دي او له تېرو څو مياشتو راهيسې د ولسمشر ټرمپ سربېره نور امریکايي چارواکي د پاکستان پر ضد څرګندونې کوي.

خو پاکستاني چارواکو د ټرمپ وروستۍ څرګندونې غیر ډيپلوماټيکې بللي او هغه يې غندلي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف ويلي، چې پاکستان لپاره د امریکا ملګرتيا تل په زيان تمامه شوې او اوس غواړي، چې په افغانستان کې د خپلې ماتې پړه پر پاکستان واچوي.

د پاکستان د دفاع وزير خرم دستگير هم ويلي، چې اوسمهال د امریکا او پاکستان اړيکې پرې شوي او امریکا کولای شي، چې په پاکستان کې بريد وکړي.

د پاکستان لوی درستيز ډګر جنرال قمر جاويد باجوه ويلي، د خپل ولس له غوښتنو او هيلو سره به د ممکنه ګواښ ځواب ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x