افغانستان

قاري يوسف: د دلارام په بريد کې ۴۵ امنتي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسيا: د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په يوه لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې نن دوشنبه غرمه ۱۲ بجې د دوی څو تنو سرتېرو بريدګرو ملګرو د نيمروز ولايت دلارام ولسوالۍ کې د نېمروز په څلور لارې کې د ملي اردو پر مرکز او استخباراتو پر مديريت ډله ييز سرتيري بريد کې ۴۵ عسکرو او د استخباراتو غړيو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

خبر زياتوي، چې د محمد ابراهيم په نوم يو بريدګر چې له چاوديدونکو توکيو ډک د مازدا ډولي موټر په واسطه د پوځي مرکز په ورودي دروازه کې چاودنه وکړه او نورو بريدګرو ته يې قرارګاه ته د داخليدو لار پرانسته.
له دې وروسته درې نور بريدګر په سپکو او درنو وسلو سمبال قرارګاه ته ننوتل پر ملي اردو او امنيتي کسانو يې ډزې پیل کړې.
د لومړينو راپورونو له مخې په دغه بريد کې شل امنيتي عسکر وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان دي.
د دې تر څنګ په دغه بريد کې د قرار ګاه ودانۍ او ګڼ پوځي موټر هم زيانمن شوي دي.
دغه نښته ماسپښين دوه بجې پای ته ورسيده.
د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x