ورزش

راشد خان د کال په غوره لوبډله کې ځای وموند

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د افغان ملي لوبډلې ورو توپ اچوونکی ۱۹ کلن ځوان راشد خان د خپلې غورې لوبې پر مټ د نړیوالو څارونکو او مبصرینو پام ځانته راجلب کړی، او په نړیواله کچه د یوولسو غوره لوبغاړو په لوبډله کې شمیرل شوی دی.

د کرېکټ نړیواله شبکه کرېک اینفو «Cricinfo» د هر کال په پای کې د کال یوولس لوبغاړي د غوره لوبډلې په توګه اعلانوي، چې د ۲۰۱۷م کال په لوبډله کې راشد خان غوره ورو توپ اچوونکی ټاکل شوی دی.

د کرېکټ نړیوالې شبکې لخوا د ټیسټ، یو ورځنۍ او شل اوریزو لوبو جلا جلا لوبډلې اعلان شوې چې راشد خان په یو ورځنۍ او شل اوریزو لوبډلو کې ځای موندلی دی.

په ۱۱ وتلو یو ورځني لوبغاړو کې د هند ۵، پاکستان ۲، سویلي افریقا ۱، انګلستان ۲ او د افغانستان یو لوبغاړی شامل دی.
په زړه پورې داده چې په دې لوبډله کې راشد خان تر ټولو کم عمره لوبغاړی دی، نوموړی د کال په زیاتو ویکټو ترسره کولو کې هم په لومړي نمبر دی.

همدارنګه په شل اوریزو نړیواله لوبډله کې د ویسټ انډیز ۳، هند ۲، نیوزېلنډ، افغانستان، انګلستان، استرالیا، سویلي افریقا او پاکستان یو یو لوبغاړی شامل دی.

راشد خان د انتخاب شوې لوبډلې غوره توپ اچوونکی دی، نوموړی تر ټولو غوره اوسط او اکانومي ریټ لري چې په ویکټو اخیستلو کې هم تر ټولو مخکې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x