افغانستان

دایکندي: د وحدت او حرکت ګوندونو تر منځ نښته کې څلورو تنو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د دايکندې ولایت چارواکي وايي، د دې ولایت په سنګ تخت ولسوالۍ کې د حرکت ګوند او وحدت ګوند د وسله والو تر منځ نښته درېیمې ورځې ته غځېدلې ده.

د دایکندي ولایت ولایتي شورا مرستیال وايي، په دې جګړه کې تر اوسه پورې د حرکت دوه تنه او د وحدت ګوند یو تن وژل شوی او یو بل ټپي دی.

سبحان نایبي ازادي راډيو ته ويلي، چې ولایتي اداره پر دې ګوندونو واک نه لري او په وينا يې له مرکز کابله يې ملاتړ کېږي.

د سنګ تخت ولسوال هم د پېښې پخلی کوي، خو زیاتوي چې جګړه د ګوندونو په استازیتوب نه؛ بلکې د دواړو لوریو د شخصي دښمنۍ له امله شوې ده.

د دې ولسوالۍ ولسوال ضامن پويا وايي، دغه وسله وال له دریو ورځو راهیسې د «ربدوپای شیخ علی» په کلي کې یو بل ته په مورچو کې دي.

هغه د حرکت اړوند وسله وال «د مبلغ زامن» او د وحدت اړوند کسان «د عارفي زامن» یادوي او په قول يې تر دې وړاندې يې هم څو ځلې یو پر بل ډزې کړې دي.

تر اوسه يادې سیمې ته امنیتي ځواکونه نه دي تللي او یادو ګوندونو يې هم په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالکریم

ہغہ دہ خلقی خبرہ کہ رشیانسوہ خلقی علیہ لعنت ویل سی دہ نجیب رزل حکمت ختمیدو ہغہ ھم دغہ وجہ وہ سی فخل منزی جگڑی شروع سوی نو اوس دغسی معلومیژی سی عطانور یوہ خوا اورزاق لغڑی بلہ خوا نوشایدسی خفل منزی جگڑی دہ شروع سہ الله ج دہ وکی سی دا جگڑی شروع سہ

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x