حنفیان او بدعت

دکتور کفایت الله وردګ

یاد ګېرنه : ددې لړۍ په یو څو برخو کې له خپل لوستونکي سره د فقهې او حنفي مذهب په اړه یو څه معلومات شریکوم هغه چاته د ډالۍ وي چې پښتو مضامین لولي ، هغه چاته د په خاصه توګه ډالۍ وي چې د مذهب په اړه یې معلومات لږ وي او یا یې د مذهب په اړه شک وي .

په تېرو برخو کې مو د رسول الله صلی الله علیه وسلم له زمانې نه د تابعینو تر زمانې پورې د اجتهاد په مختلفو مرحلو باندې خبرې وکولې او په مینځ کې مو د شیعه ګانو مذهبونه هم یاد کړل او د مذهب په اړه مو یو څو عامو اعتراضونو او نیوکو ته ځوابونه هم وویل د حنفی مذهب په شروع ، وده او ټینګښت مو خبرې وکولې د هغې برخې په تعقیب …

حنفیان او بدعت

په ټول عالم باندې د الله تعالی یو بې ساري نعمت دا دی چې دوی ته یې هر وخت ددې لپاره انبیاء را لېږلي دي ترڅو سمې لارې ته د هغوی هدایت وکوي او هغوی تر لاس ونیسی او په سمه لاره یې برابر کړي او بیا پدې امت باندې د الله تعالی لوی نعمت دا دی چې داسې کتاب یې ورته را لېږلی دی چې تر قیامته پورې له هر قسم لاس وهنې او تحریف څخه محفوظ او ساتل شوی دی ترڅو چې په هر وخت کې څوک وغواړي ددې کتاب په لاره باندې اقتداء کولی شي او تر قیامته پورې به دا کتاب د خلکو لپاره د لارې د چراغ په ډول کار کوي بیا الله تعالی په خپل فضل سره د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) تر وفات وروسته هر وخت پدې امت کې داسې علماء کرام پیدا کړي دی چې ددې کتاب او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د هدایاتو په وسیله خلک سمې لارې ته برابروي په خاصه توګه د مذهبونو څلور امامان رحمهم الله دوی ډېر زیات زیار ویستلی دی او کوښښ یې کړی تر څو مونږ ته زمونږ د ژوند د ۲۴ ساعتونو هر اړخیز احکام ، مسائل او ضروروتونه مونږ ته را وباسي او بیا یې هغه منظم کړی دی او په یوه منظم شکل کې یې مونږ ته را مخې ته کړي دي ترڅو مونږ ورباندې عمل وکوو او بیا یې مونږ ته ښکاره کړي دي چې دا مسائل او قواعد څه بېل شریعت نه دی دا مسائل د هماغه کتاب الله او سنت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) له سنتو څخه را اخیستل شوي احکام دی لکه امام ابو حنیفه (رحمه الله) چې فرمایی : إذا قلت قولا يخالف كتاب الله تعالى ، وخبر الرسول صلى الله عليه وسلم فاتركوا قولي .

ترجمه : کله چې ما داسې خبره کړې وه چې هغه د الله تعالی د کتاب او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) له حدیث سره په ټکر کې وه نو زما خبره پرېږدئ .

امام مالک (رحمه الله) فرمايي : إنما أنا بشر أخطئ وأصيب، فانظروا في رأيي فكل ما وافق الكتاب والسنة فخذوه، وكل ما لم يوافق الكتاب والسنة فاتركوه .
ترجمه : بېشکه زه یو بشر یم د خطاء امکان مې هم شته او حق ته د رسېدنې امکان هم نو زما په رایه کې ګورئ هره چې د الله تعالی د کتاب او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) له سنتو سره برابره وه نو هغه واخلئ او هغه چې ورسره برابره نه وه هغه پرېږدئ .

امام شافعي (رحمه الله) فرمایی : إذا وجدتم في كتابي خلاف سنة رسول الله – صلى الله عليه وسلم – فقولوا بسنة رسول الله – صلى الله عليه وسلم – ودعوا ما قلت.

کله مو چې زما په کتاب کې داسې څه شی ولیدل چې هغه د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د سنتو خلاف وو نو د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سنت واخلئ او هغه څه چې ما ویلي دي هغه پرېږدئ .

امام احمد (رحمه الله) فرمایي : لا تقلدني ولا تقلد مالكاً ولا الشافعي ولا الأوزاعي ولا الثوري وخذ من حيث أخذوا.

ترجمه : زما تقلید مه کوئ مه د مالک ، شافعي ، اوزاعي او ثوري (رحمهم الله) تقلید کوئ بلکه له هغه ځایه خپله مسئله را واخلئ چې له کومه ځای دوی را اخیستې د ه (په هغه دلیل باندې ځان پوه کړئ د کوم دلیل له مخې چې دوی دا مسئله کړې ده) .

معنی دا چې د مذهبونو امامان صرف زمونږ استاذان دي چې مونږ ته یې د قرآن کریم او احادیثو څخه د را اخیستل شویو احکامو تشریح کړې ده او په څلورو مذهبونو کې هېڅ داسې مفتی به رایه نشته چې هغه د قرآن کریم او یا احادیثو سره په ټکر کې وي او که چېرته پیدا شي نو هغه رد ده .

نو ددې نه وروسته که څوک بیا هم د کومې غلطې خبرې نسبت امام ابی حنیفه (رحمه الله) یا کوم بل امام ته کوي نو دا به د هغه په شان کې ګستاخي کوي ځکه چې امام صاحب او د ټولو مذهبونو امامانو خپله غاړ خلاصه کړې ده چې هغه څه چې په دوی پسې د چا له خوا تړل کیږي او یا څوک د دوی په خبرو کې داسې خبره پیدا کوي چې هغه له قرآن کریم او احادیثو سره ټکر وي نو هغه رد ده د مذهبونو امامان پیغمبران نه دي کېدای شي له دوی نه غلطي شوې وي نو ځکه دوی خپله غاړه خلاصه کړې ده چې کومه خبره د قرآن کریم او سنت سره ټکر وي هغه رد ده .

نو که اوس هغه کسان چې د مذهب مخالفت کوی ځان ته یو او بل نوم ایږدې او هغه په اوس وخت کې د یو جاهل د بدعت عمل را اخلي او هغه په څلورو مذهبونو کې کوم مذهب ته منسوب کوي او دا وایي چې دا کار په حنفی مذهب کې دی یا یې په بل مذهب پسې تړي نو دا به د هغه له مذهب سره خیانت وي بلکه هغه جاهلانه عمل جاهلانه عمل دی او حنفی مذهب او څلور واړه مذهبونه د بدعت له خبرو په مکمله توګه پاک دي .

د مثال په طور که څوک د قبر کاڼي ښکلوی ، د پیر بابا نه غواړي چې ده ته شفاء ورکړي ، د قبر سر ته دریږي او د هغه شناخته ټکوي چې را ویښ شي او دده دعاء واوري نو آیا مونږ به ددې نسبت حنفی مذهب ته کوو؟

آیا دې کس ته دا خبره مذهب کړې ده؟

حنفی مذهب خو خپله د داسې خبرو ضد دی ، د ټولو هغه خبرو منع کوي چې د قرآن کریم د آیتونو او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) له سنتو سره په ټکر کې وي مونږ که په مذهب باندې څه نیوکه کوو باید د مذهب په کتابونو کې وګورو ترڅو مذهب و پېژنو او ډېر ځله یو امام یوه خبره کړې وي بیا د هغه نه یې رجوع ثابته شوې وي او په هغه مذهب کې فتوی په بل قول وي نو هغه قول ته مونږ باید ګوته ونه نیسو چې په مذهب کې فتوی په هغه باندې نه وي او بیا که څوک ځان کوم مذهب ته منسوب کوي او عملونه یې د شریعت خلاف وي نو مونږ به داسې ووایو چې دا د هغه کس ګناه ده دده په ګناه مذهب ګرم او ملامت نه دی .

همدارنګه ځینې خلک په امام صاحب پسې داسې خبرې تړي چې هغه نه دي کړې او پدې توګه په امام صاحب باندې عیب لګوي نو هغه کسان د هم پدې پوه شي چې امام صاحب (رحمه الله) خو اوس وفات دی هغه نشته چې راشي تاته خپله صفايي وړاندې کړي چې دا خبره ما نه ده کړې لکن البته هغه مبارک رحمه الله یوه خبره کړې ده چې هغه تر قیامته پورې د هغه مبارک (رحمه الله) څخه دفاع کوي هغه دا چې امام صاحب (رحمه الله) فرمایلي دي چې زما کومه خبره له کتاب الله او سنت د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره په ټکر کې شوه نو زما خبره وغورځوئ قرآن او حدیث واخلئ نو لدې سره خبره خلاصه ده نو که چېرته تاته څوک ثابته هم کړي چې دا فلانۍ خبره په امام صاحب پسې تړل شوې نه بلکه هغه پخپله کړې ده نو ته ویلی شې چې دا خبره له آیت او یا حدیث سره ټکر ده نو ځکه ماته د منلو وړ نه ده خو دا خبره صرف هغه انسان کولی شي چې هم د فقهې په مسئله باندې علم ولري هسې نه چې د مسئلې مطلب یو شی وي او ده ورڅخه بل مطلب اخیستی وي او هم باید په هغه آیت او حدیث باندې پوه وي چې ده ته ښکاره کیږي چې دا مسئله لدې سره ټکر ده هسې نه چې د آیت او حدیث مطلب بل شی او د مسئلې مطلب بل شی ټکر نه وي خو ده ته ټکر ښکاره شوې وي ، په اوس وخت کې هغه کسان چې په مذهب باندې اعتراضونه کوي اکثر د همدې غلط فهمي ښکار شوي وي یا خو په مسئله نه وي پوه شوي او یا یې د آیت او حدیث نه غلط مطلب اخیستی وي نو په خپل ذهن کې یې سره جنګولي وي او په حقیقت کې هېڅ ټکر نه وي . نور بيا ان شاء الله

المراجع :

المدخل الی مذهب الامام ابی حنیفه النعمان للدکتور احمد سعید حوی
المذهب عند الحنفیة للدکتور محمد ابراهیم احمد علی
تاریخ المذاهب الاسلامیة الشیخ محمد ابو زهرة
اخبار ابی حنیفة و اصحابه للصمیری
سیر اعلام النبلاء للذهبی
تاریخ بغداد للخطیب البغدادی
الطبقات السنیة فی تراجم الحنفیة
اسد الغابة فی تمیز الصحابة لابن حجر

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د