fbpx

چــنــار او غــومــبســه /لنډه کیسه

لیکوال : شاه رسول (شریف)

شوق او زوق بېل بېل وي، مختلف خلک مختلف ډول کورونه خوښوي. ځیني لوړ لوړ کورونه چې پراخې عاشه دارې او لوړې کتارې ولري خوښوي او ځیني ټیټ ټیټ کورونه چه ډیرې ونې، بوټي او ګلان ولري خوښوي. زما هم داسې کور خوښیږي چه ډیر لوړ نه وي، خو چې ډیرې ونې، ګلان او بوټي ولري . د کور جوړولو پر وخت مې لومړی د یوه اینجینر سره د باغچې جوړولو خبره وکړه . هغه راته یوه په زړه پورې د باغچې نقشه راکړه. په ټوله نقشه کې مې د چنار د ونې موقعیت خوښ شو. انجینر صیب چنار ته د حویلۍ مرکزي نقطه وټاکله. د چنار ونې لاندي یې د چمن او شاخوا یې د میوو ونو ته نښې کیښودي. د چنار ونه مې په ډیره مینه په بازار کې واخیسته او پر ټاکلي ځای مې کښینوله او چمن او د میوو ونو یې ښایست یو په څو کړ. د چنار ونه ورځ تر بلې ښایسته کیده او سیوری یې ورځ تر بلی زیاتیده . ماهم په مینه مینه ورته اوبه اچولې، کله به چې د څو ورځو لپاره چیرته تللم بیا به مې په کور کې ډیر تاکید کاوه چې چنار درڅخه وچ نه شي. کورنۍ مې زما نه د چنار د ونې ډیره ساتنه کوله. څلورو پینځو کالونو کې د میوو ونې بار ښکاره او چنار ښه یخ دروند سیوري پیدا کړ . په کلي کې یې مینوال نور هم زیات شول، د کلي کور خلکو به چی خپل پام غلتاوه نو د چنار سیوري ته به یې ډډه وهله. لنډه دا چې د جرګو مرکو او د شخړو او لانجو د حل په مرکز بدل شو.

د وخت په تیریدو سره د چنار په سر کې یو څو مختلفو مرغانو ځالې جوړې کړې، چیڼچڼو، ښاروګانو … په کې ځالې لري. خو زما پکې د غومبسو خوړونکو مرغیو ځاله ډیره خوښه وه، ځکه مختلف قسم غومبسې او حشرې به باغچی ته راتللې او دې مرغیو به موږ ترې په امن ساتلو. یوه ورځ مې ښه په یاد دي چه سهار چای مو څښلو چې وړوکی زوی ( یونس) یوې زهرجنې غومبسې پرمخ وچیچلو. ساعت وروسته یې څیره تغیر او سترګې یې ورتنګې شوې. نه پوهیدم چه غومبسې خوړونکې مرغی زموږ نه په څه خفه شوې وې؟ او که د ګاونډیانو له خوا تنګی/ په عذاب شوي وې خو د چنار نه یې ګډه کړي وه. ورځ تر بلي مونږ او د چنار مینوال د حشرو او غومبسو له خوا تنګیدو له همدې امله د چنار مینوال کم شول. زما زړه هم ورو ورو ترینه صبریده. لنډه دا چې چنار په وچیدو شو او په تدریجي ډول یې پاڼي وریژولي او تشي وچې خمبی پاتي شوي. چنار د غومبسو په یوه لوی مرکز بدل شو ډیری ګاونډیان یې کډه کړل او مونږ یې هم تر پوزې راوستلو. د چنار پرې کولو ته مجبور شو او ډیر وخت د چنار د خمبو/شاخونو څخه تنګ وو. خمبې مو وسوزولې خو بیا یې هم له شره په امان نه شو. غومبسو چه بل ځای تر دې ښه پناه ګاه نه درلوده، د ډیرو ځورولو سره سره یې هم زمونږ باغچه پرینښوده. غومبسو د میوو ونو ته هم پښې را اوږدې کړې او د میوې خو‌ړلو څخه یې محروم کړو. یو څه وخت وروسته د مڼې یوه بله ونه وچه شوه. دا مو هم غوڅه کړه، بله ورځ بله او بله ورځ بله تر څو چې د باغ څخه یې خلاص کړو . اوس نو موږ ډیر خوشحاله وو چې باغ څخه خلاص شو او الله ج به مو له غومبسو هم خلاص کړي، خو داسی ونه شول. اوس نو غومبسی نورې هم رانږدې او پر امن شوي دي. ځکه چې اوس هغوي مونږ په کور کی یوځای اوسیږې. فرق مو دومره دی چه مونږ لاندې او دوې زمونږ له پاسه په چتونو کی اوسیږي.

په درنښت:
شاه رسول (شریف)
دیش بهاګت پوهنتون، پنجاب ایالت، هندوستان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د