د رزق (روزۍ) په اړه پرېشاني

ژباړه: محمد نبي (الدين)

د نرخونو د لوړ والي، د معاشونو د ټيټوالي، بېکاريو او ځينو نورو لاملونو له امله په خلګو کي د رزق د کموالي له ويري يو ډول پرېشاني خپره سوې ده.
نو مي دا خوښه وګڼل، چي خپل ځان او نورو وړونو ته لاندي څو خبري ور يادي کړم:

۱ – د الله -عز وجل- په اړه د مسلمانانو دا عقيده ده، چي الله -عز وجل- پيدا کوونکئ، رزق ورکوونکئ او د چارو تدبيروونکئ دی، الله -عز وجل- فرمايي: وَمَا مِن دَآبَّةٍ فِى الْأَرْضِ إِلَّا عَلَى اللَّهِ رِزْقُهَا وَيَعْلَمُ مُسْتَقَرَّهَا وَمُسْتَوْدَعَهَا ۚ كُلٌّ فِى كِتٰبٍ مُّبِينٍ.
ژباړه: په ځمکه کښي هیڅ داسي كوم خوځنده ساكښ نه سته، چي د هغه روزي د الله په غاړه نه وي او د هغه په باب و نه پوهیږي چي هغه چيري اوسیږي او چيري هغه سپارل کیږي. هر څه په يو روښانه دفتر کښي ثبت دي؛ ځکه نو د رزق په خاطر د الله -عز وجل- د آوامرو مخالفت او نه اطاعت، د يادي عقيدې خلاف کار دی.

۲ – په دې بايد په کلکه پوه سو، چي زموږ رزق او اجل دواړه هغه وخت ليکل سوي دي، څه وخت چي موږ ته د مور په ګېډه کي ساه را کړل سوه، نو تر هغو نه مرو، تر څو چي مو خپل رزق او عمر نه وي خلاص سوي.

۳ – اسباب په کار واچوه، د کار او کسب په زده کړه کي کوښښ وکړه، د خپل پر مختګ او اخلاقو په برابرولو کي هم هڅاند اوسه.

۴ – مصارف دي د لاندي الهي فارمول په رڼا کي کوه:
وَلَا تَجْعَلْ يَدَكَ مَغْلُولَةً إِلٰى عُنُقِكَ وَلَا تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُومًا مَّحْسُورًا.
ژباړه: مه خپل لاس تر غاړي تړه او مه یې بيخي داسي غځولى پرېږده چي پړ او بيوسي پاته سې. (يعني: مه ډېر بخل کوه او مه بې اندازې مصرف کوه).

۵ – په دې هم بايد پوه سو، چي ګناهونه د رزق د کموالي سبب کيږي او طاعت په رزق کي د خير او برکت سبب کيږي:
الله -عز وجل- د هغه کلي په اړه بيان کوي، کوم چي به رزق له هري خوا ورته راتلی: وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا قَرْيَةً كَانَتْ ءَامِنَةً مُّطْمَئِنَّةً يَأْتِيهَا رِزْقُهَا رَغَدًا مِّن كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ اللَّهِ فَأَذٰقَهَا اللَّهُ لِبَاسَ الْجُوعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُوا يَصْنَعُونَ.
ژباړه: الله د يوه كلي (د وګړو) مثال راوړى دى: هغه (د کلي اوسېدونکو) د ډاډيني او بيغمۍ ژوند تيراوه او له هر لوري ورته پرېمانه روزي رسېدله. نو هغه (د کلي اوسېدونکو) د الله د پېرزوينو پر ناشكرۍ لاس پوري کړ، نو بيا الله د هغه پر اوسېدونكو د هغو د کړو وړو دا خوند وڅكه چي د لوږي او ويري غمونه پرې خواره شول.

بل ځای الله -عز وجل- فرمايي: وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرٰىٓ ءَامَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكٰتٍ مِّنَ السَّمَآءِ وَالْأَرْضِ وَلٰكِن كَذَّبُوا فَأَخَذْنٰهُم بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ.
ژباړه: كه د سيمو خلكو ايمان راوړى واى او د پرهېزګاري کړنلاره یې غوره کړي واى، نو موږ به پر هغو د اسمان او ځمکي د بركتونو دروازې پرانستي واى. خو هغو د درواغو نسبت وکړ؛ نو موږ ځكه د هغې ناوړه ګټي په حساب کښي هغوى ونيول چي راغونډوله يې.

۶ – رزق پر مادي اسبابو نه دی منحصر، لکه کسب او وظيفه، بلکي د رزق د پيدا کولو لپاره ځيني شرعي اسباب سته، چي بايد پوره غور پر وکړو، ځيني يې دا دي:

– تقوی:
الله -عز وجل- فرمايي: وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُۥ مَخْرَجًا.
ژباړه: څوك چي د الله څخه په وېرېدو كار وکړي، الله به د هغه لپاره له ستونزو څخه د وتلو كومه لاره پېدا کړي.

– لمونځ کول:
الله -عز وجل- فرمايي : وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلٰوةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا ۖ لَا نَسْـَٔلُكَ رِزْقًا ۖ نَّحْنُ نَرْزُقُكَ ۗ وَالْعٰقِبَةُ لِلتَّقْوٰى.
ژباړه: خپلي كورنۍ ته د لمانځه توصيه وکړه او په خپله هم د هغه پابند اوسه. موږ ستا څخه كومه روزي نه غواړو؛ روزي خو موږ تا ته دركوو او د عاقبت ښېګڼه د پرهېزګارۍ لپاره ده.

– پر الله توکل:
رسول الله -صلى الله عليه وسلم- فرمايي: ( لو أنكم تتوكلون على الله حق توكله لرزقكم كما يرزق الطير تغدو خماصا وتروح بطانا ) ابن ماجه 4164.
ژباړه: که تاسو پر الله ريښتينی توکل وکړی؛ نو داسي رزق به درکړي لکه مارغانو ته، سهار خالي ګېډه لاړ سي بيرته ډکه ګېډه را ستانه سي.

– استغفار:
الله -عز وجل- فرمايي: فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُۥ كَانَ غَفَّارًا يُرْسِلِ السَّمَآءَ عَلَيْكُم مِّدْرَارًا وَيُمْدِدْكُم بِأَمْوٰلٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَل لَّكُمْ جَنّٰتٍ وَيَجْعَل لَّكُمْ أَنْهٰرًا.
ژباړه: ما وويل: له خپل رب څخه بښنه وغواړئ، بېشكه چي هغه خورا ډېر بښونكي دی؛ هغه به پر تاسي له اسمانه ښه اورښتونه وکړي؛ تاسي ته به مالونه او اولادونه درپه برخه کړي، ستاسي لپاره به باغونه پيدا کړي او ستاسي لپاره به ویالې وبهوي.

– صله رحمي:
رسول الله -صلى الله عليه وسلم- فرمايي: ( من أحب أن يبسط له في رزقه وينسأ له في أثره فليصل رحمه ) متفق عليه.
ژباړه: که د چا دا خوښه وي، چي په رزق کي يې پراخي راسي او په عمر کي يې زيادت راسي؛ نو صله رحمي دي کوي.

– حج او عمره نژدې سره آداء کول:
رسول الله -صلى الله عليه وسلم- فرمايي: ( تابعوا بين الحج والعمرة فإنهما ينفيان الفقر والذنوب كما ينفي الكير خبث الحديد والذهب والفضة). مسند أحمد 3669.
ژباړه: حج او عمره نژدې سره آداء کړئ؛ ځکه دوی دواړه فقر او ګناهونه ختموي، داسي لکه د آهنګر بنۍ چي د اوسپني، سرو او سپينو زرو فضولات ختموي.

۷ – موږ بايد په خلګو کي نېک پالي، پر الله -عز وجل- ښه ګمان او يقين نشر کړو، هاجر -عليها السلام- زموږ لپاره د نېکۍ يوه نمونه ده، کله چي خپل خاوند په يوه وېروونکي ځای کي پرېښوده، د دې سره د ژوند د تېرولو بل هيڅ هم نه وه، فقط په کڅوړه (خورجين) کي لږ خورما او اوبه ورسره وي، له خاوند نه يې پوښتنه وکړه: موږ چاته پرېږدې؟ ابراهيم -عليه السلام- جواب ور نه کړ، بيا يې ورته وويل: آيا الله -عز وجل- امر درته کړی دی؟ ويل: هو، ويل: نو الله موږ نه ضائع کوي.
هغه وو چي د زمزم له چيني رزق ورته حواله سو او د صفا او مروه تر منځ قدمونه يې د حج او عمرې رکن وګرځېدل.

۸ – د رزق په اړه د پرېشانۍ د لويو سببونو څخه يو دا دی، چي د اولاد راتلونکئ تأمين سي، الله -عز وجل- فرمايي: وَلْيَخْشَ الَّذِينَ لَوْ تَرَكُوا مِنْ خَلْفِهِمْ ذُرِّيَّةً ضِعٰفًا خَافُوا عَلَيْهِمْ فَلْيَتَّقُوا اللَّهَ وَلْيَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا.
ژباړه: خلكو ته، ددې خبري په نظر کښي نيولو سره وېره كول په كار دي، چي كه هغوى په خپله له ځانه وروسته بېوزلي اولادونه پرېږدي؛ نو د مرګ په وخت کښي به د خپلو اولادونو لپاره څنګه ځورېدلي وي؛ نو بايد چي هغوى له خدايه ووېرېږئ او رښتيا وينا وکړي.

د اولاد د راتلونکي د تأمينولو طريقه د الله څخه وېره، ښه عمل او حقه خبره ده، تر څو الله -عز وجل- زموږ د اولاد د ساتني او رزق کفالت واخلي، الله د صالحانو او د هغوی د اولادونو ملاتړ کوي.

جزى الله خيراً من أعدها ومن نشرها.