نړۍ

د شريعت د نفاذ له امله نړيوالو ټولنو د برونايي هيواد سره اقتصادي پريکون اعلان کړ

نن ټکی اسيا: د برونايي دارالسلام د بادشاه حسن البوليکه لخوا دغه هيواد کې د اسلامي شريعت د نافذفولو له اعلانه وروسته ګڼ شمېر نړيوالو ادارو او کلتوري ټولنو برونايي هيواد او بادشاه سره يې اقتصادي پريکون اعلان کړ.
په ډېرو مالي او سوداګريزو چارو کې د برونايي سلاکار “ورجن” ګروپ چې ريچرډ بريسن يې مشر دی، اعلان وکړ، چې له دې وروسته به د دوی د شرکت يو کارکوونکی هم د بروانايي دارالسلام د بادشاه په هوټل کې شپې نه کوي.

رچرډ بريسن زياته کړه، هغه چا سره به هم اړيکې نه ساتي، چې د برونايي بادشاه سره يې اړيکې وي.
له دې پرته امريکا کې د ښځو د حقونو ټولنې “فيمينست” هم د شريعت د نفاذ له اعلانه وروسته دغه هيواد سره خپل پريکون اعلان کړی دی.
د يادونې وړ ده، چې د برونايي بادشاه حسن البوليکه پروس کال اعلان کړی و، چې د دغه هيواد خلک مسلمانان دي او بايد د الله تعالی پر ځمکه دالله تعالی شريعت پلی کړي.
تېره اوونۍ نوموړي اعلان وکړ، چې له دې وروسته به دغه هيواد په ټولو کورنيو او ټولنيزو چارو کې اسلامي شريعت حاکم وي او په دې اړه د هيچا د مخالفت پروا نه لري.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x