دیني، سیرت او تاریخ

عیسائیت په افغانستان کي (19)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

رحماء ټکی اورګ لیکي:

http://www.rohama.org/fa/pages/?cid=4318

احمد شاه رجاء چي یو افغان څېړونکی دی تر دې سر لیک ( مسیحیت په افغانستان کي) لیکي:

زموږ تحقیق دادی چي په افغانستان کي مسیحیت په پټه سره په تیزی سره روان دی، مخفي کلیساوي هم پوره شتون لري، دا وخت لیری نه دی چي زیات مسلمانان به عیسایان شي، د بېلګې په ډول سره زه خپله مشاهده درسره شریکوم:

د کابل په کارته ۴ کي یوه غټ وطاق وو، په هغه وطاق کي یو ۳۵ کن کس وو چي نوم یې رستم خان وو، چي دی اصل د تاجکستان وو او ددغه ځای مربي وو، له دې څخه وروسته ۶ کسه نور راغلل چي د کابل د مختلفو سیموڅخه وه، چي د کابل د پوهنتون او د پل تخنیک محصلین وه، په وطاق کي چاوي راته راغلې، رستم خان زموږ شکریه وویله او په پای کي یې و هر کس ته یو یو انجیل راکړ، یو ساعت مو هلته تېر کړ، رستم خان راته انجیل وایه او د هغه تفسیر یې کاوه، د تثلیث خبره یې هم راته وکړه، څه عقلي د لایل یې هم راته وړاندی کړل، رستم خان راته وویل چي دا د نن ورځې درس وو بیا به سره ګورو.مکمل ۳ اونۍ هره چهار شنبه هلته ولاړم، ټول ملګري مي و پېژندل، د یوه ملګری نوم مي (ذکی) وو چي تازه د هندوستان د نوي ډهلي د کلیسا څخه راغلی وو، ده ډېر کوښښ کاوي چي محصلین او متعلمین و کلیسا ته جلب کړي، او بله میرمن چي مستعار نوم یې (بیجن) وو او په کابل کي دیوه روغتون Cure کي یې کار کاوه او ددې روغتون مسؤله وه هغې هم د ځوانانو په جذب کي زښته زیات رول درلودی.

رجاء زیاتوي: زموږ یو نسل د جهنم په لمبو کي دی په ځانګړي ډول سره په کابل، مزار شریف، ننګرهار، قندور او بامیان کي، مخفي کلیسا وي شتون لري، په ډلو ډلو ځوانان ورځي او د اسلامه اوړي، ما کوښښ وکړ ۷ کلیساوي مي کشف کړې ۳ کلیساوي په کارته ۴ کي، ۲ کلیساوي په مرکزي کابل کي، په کارته ۳ کي یوه غټه کلیسا د سړک ۴ سیلو کي یوه کلیسا په پل خشک د کابل په لویدیځ کي، زه خپله په ۲۰۰۸ میلادي کال په کرسمس کي د سیلو په منطقه کي په غټه کلیسا کي وم چي دا جشن ۱۵۰ تنو و لمانځی، د کرسمس د جشن څخه ۴ میاشتې وروسته و ماته خبر راکړل شو چي د اوکراین څخه یو غټ عیسایي هیئت راځي او غواړی چي د کابل، قندوز، بغلان او نورو کلیساو ته سفر وکړي، همداسی وشوه په ۱۳۸۷ شمسی کال دثور پر ۱۰ یو امریکایي د(برد) په نامه بل اوکرایني د(ګریګوری) په نامه چي مېرمن او لور یې هم ورسره وې و کابل ته راورسېدل، هغه افغاني عیسایان چي تازه مرتد شوی وه هغو یې هرکلی ووایه اوپه (نګین آسیا) رستورانت کي مو میلمستیا درلودل، د ملاقات وروسته دا وړاندیز وشو چي باید ۱۲ کسه و اوکراین ته ولېږل شی تر څو هلته ۲ کاله تېر کړي او د اوکراین په کلیساوو کی زده کړي وکړي، او د زده کړو وروسته بیرته و افغانستان ته راوستل شي او خدمت وکړي، ځینو تازه عیسایان شوو و ګریګوری ته وویل چي موږ ته یو ځل بیا تعمیدي غسل راکړه، چي دا کار هم وشو دا کار په کارته ۳ کي تر سره شو.

BBC تاسی کولای شی له انګلیسي بی بی سي دغه لنک وګوری، مسیحیت په افغانستان کی:

http://news.bbc.co.uk/2/hi/south_asia/4865818.stm

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x