
سپوږمۍ او پنځه ستوري
نور احمد نعماني
مصره! تاریخ دي پر هنداره راوړه ستوري د حُسن له مداره راوړه
ښکاره یې مینه الفت
هغه محمد رفعت
نوم او لقب یې زموږ تر ښاره راوړه
لري تجوید او ترتیل
شیخ مصطفی اسماعیل
ږغ د قرآن یې تر سهاره راوړه
هغه عالم ربَّاني
محمود خلیل حصري
قلمه! ذکر یې بې شماره راوړه
لمر د “سوهاج” یادوم
شیخ منشاوي چې اورم
د نهاوند شور تر چناره راوړه
وو عندلیب القراء
مقري محمود البناء
نغمه د رست یې تر ستاره راوړه
امام د فن وو معلوم
قاري عبد الباسط مرحوم
“نعماني” نور بیا پر کراره راوړه
نور احمد نعماني
۱۴۳۹/۴/۱۵ ورځ سه شنبه ماخستن