نړۍ

سيسي: که ولسمشر شوم د اخوان المسلمين نوم به ورک کړم

مصر کې د کودتا رژيم مشر او د ولسمشريزو ټاکنو کانديد متقاعد جنرال عبدالفتاح السيسي ويلي، که د مصر ولسمشر وټاکل شي، نو له مصر څخه به د پخواني منتخب ولسمشر محمد مرسي د پلويانو او د اخوان المسلمين نوم ورک کړي.

سيسي پرون له مصري تلويزون سره په خپلو خبرو کې دغه څرګندونې وکړې.
تېر ۲۰۱۳ کال جولايي مياشت کې جنرال عبدالفتاح السيسي د پوځي کودتا په مټ د مصر د منتخب ولسمشر حکومت نسکور کړ او هغې وروسته مصر کې د محمد مرسي په پلوۍ راوتي زرګونه لاريون کوونکي د پوځ لخوا زندانيان يا و وژل شول.

يو شمېر بشري ټولنې او د سيسي مخالفين نوموړی له بشري حقونو په سرغړونه تورونوي، چې د پوځي کودتا له لارې واک ته له رسيدو وروسته يې زرګونه بې ګناه مصريان وژلي او زنداني کړي دي.

د سيسي مخالفين انديښنه لري، چې د مصر پخواني واکمن حسني مبارک له نسکوريدو درې کاله وروسته به يو ځل بيا دغه هيواد کې يو بل مطلق العنان ديکتاتور واکمن شي.

د مصر پخواني منختب ولسمشر محمد مرسي د ۲۰۱۲ اګست مياشت کې جنرال عبدالفتاح السيسي د پوځ سرلښکر او دفاع وزير په توګه وټاکه.
په مصر کې د يو شمېر کسانو لخوا د مرسي پر خلاف د لاريونونو پرمهال سيسي مرسي ته و ويل، چې د ولس د غوښتنو درناوی دې وکړي، کنه پوځ به مداخله وکړي.
دغه وخت کې جنرال سيسي پر ولسمشر مرسي پوځي کودتا وکړه او اساسي قانون يې لغوه کړ.
د مرسي له ګوښه کولو وروسته مصر کې اخوان او نورې ډلې د مرسي په پلوۍ لارو او واټونو ته را و وتلې او اوږده لاريونونه يې پیل کړل.

پوځي واکمن د لاريونونو د ځپلو لپاره له زور او وژلو کار واخيست، زرګونه مصريان يې زندانيان او زرګونه نور يې و وژل.

دغه وخت کې د مصر، اماراتو او يو شمېر نورو عربي هيوادنو لخوا اخوان المسلمين تروريست ګون اعلان شو.

تېره مياشت د مصر يوې محکمې د اخوان المسلمين د مشر لاښود محمد بديع په ګډون ۶۸۳ غړي په اعدادم محکوم کړ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x