نړۍ

پاکستان افغان کډوالو ته یوه میاشت وخت ورکړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): پاکستاني چارواکو په دې هېواد کې ناقانونه افغان کډوالو ته یوه میاشت نور د پاتې کېدو وخت ورکړی دی.

تر دې وړاندې پاکستان د تېر میلادي کال وروستۍ ورځ د ناقانونه کډوالو لپاره وروستۍ ورځ ټاکلې وه، خو د یو این ایچ سې ار، افغان او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته کې پر دې بحث وشو، چې څه موده نوره هم ورکړل شي.

د پاکستاني رسنیو په حواله پرون د وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ د کابینې په ناسته کې افغان کډوالو ته یوه میاشت نور وخت ورکړل شوی.

په پاکستان کې له دریو لسیزو راهیسې ۲،۷ میلیونه کډوال اوسي چې یو میلون او ۴۰۰ زره تنه يې قانوني اسناد نه لري.

د پاکستان له لوري د افغان کډوالو اوړند بحث وروسته له هغه راپورته کېږي، چې امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ پاکستان په پنځلس کاله دروغو او دوکې ورکولو تورن کړی دی.

ټرمپ د نوي میلادي کال په لومړۍ ورځ له پاکستانه سر وټکاوه او په وینا يې تر اوسه پاکستان له دوی پراخې مرستې تر لاسه کړې خو دوی ته يې تش دروغ ویلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو زویر خواجه اصف يې په غبرګون کې ويلي، چې دوی له امریکا خیرات نه دی غوښتی، بلکې امریکا هم خپلې ګټې تر لاسه کړې دي.

تر اوسه افغان چارواکو په پاکستان کې د کډوالو اړوند کوم غبرګون نه دی ښوودلی، خو د کډوالو په وینا دوی خپلي اقتصادي معاملې په یوه میاشت کې نه شي خلاصولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجيب الرحمان

اخ د پاکستان بېخ او بنياد دې له افغانستان د حالاتو لا بدتر شي. الله تعالى ستر انصاف کوونکى دى همداسې به کېږي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x