نظــر

استاد محمد یاسر؛ د سنګر سرښندونکی غازي او د ممبر ځيرک داعي

شاهد (غزنیوال)

استاد محمد یاسر د معاصر جهادي پیر د مبارزینو او سرښندونکو مجاهدینو یو هوښیار او نوښتګر سرخیل دی.

نوموړی ښه عالم، ښه داعي ، ښه مجاهد، ښه سیاست پوه ، ښه جواد او داسلام د دفاع د سنګر یوښه سرښندونکی غازی دی.

نوموړی په دعوتي او جهادي ساحه کې یو علمي استاد و ، عملي استاد په دې معنی چې د جهاد او د عوت په اړه یې خپله نظریه په خپلوعملي کړنو سره خلګو ته ورښودله.

نه دا چې نورو خلګو ته یې د جهاد ، شهادت او سرښندنې تقریرونه کول او په خپله یې له اولادونو او کورنۍ سره عشرتونه کول.

د استاد د جهادي ژوند امتیاز دادی چې د نوموړي نشأت په جهاد ، مبارزه او حق ویلو کې شوی ، د شوروي اشغال په مهال یې په پخوانیو جهادي تنظیمونو کې هم مهم مسؤلیتونه تر سره کړي او هم یې عملا په ډیرو جهادي محاذونو کې وسله وال ګډون کړی دی .

خو ډیر شهرت یې د صلیبي یرغل په مهال هغه وخت وشو چې کله د ده نور پخواني هملاري (جهادي رهبران) له خپل فکره منحرف او له جهادي داعیې سره بیوفا شول، خو د هغوی استاد له خپلو جهادي آرمانونو سره وفادار او د صلیبي یرغلګرو په خلاف یې په هماغه عزم خپل جهادي مسیر ته دوام ورکړ.

په افغانستان باندې د صلیبي یرغل په مهال د استاد عمر تقریبا شپږمه لسیزې ته نیږدي شوی او عمر خوړلی و؛ مګر د ده فعالیت او جهادي نشاط تر ډیرو ځوانانو ډیر زیات و.

زما تعارف له استاد سره د پخواني جهاد له وخته و خو دا تعارف مو د دهم ځل لپاره هغه وخت تازه شو چې کله نوموړی د اسلامي امارت په تشکیلاتو کې د فرهنګي کمیسون مسؤل و.

هغه مهال داسې وخت و چې ډیری خلګ د امریکا په خلاف د افغان ولس د جهادي مقاومت په بریالیتوب بي باوره او هر ډول جهادي فعالیت ورته هسي د ځان تلف کول معلومیدل.

خو استاد په هماغه سختو او محرجو شرائطو کې په داسې شوق او جدیت سره جهادي فعالیت کاوه چې تابه ویل زمونږ د ټولې جهادي قضیې مسؤلیت پوره کول یواځې د ده مکلفیت دی.

هغه داسې وخت و چې له مجاهد او طالب سره عادي خپلوي او تعلق ساتل هم لوی جرم او جزا يي د بګرام او ګونتنامو زندان و ، خو استاد نه یواځې دا چې له مجاهدینو سره یې تعلق وه ؛ بلکې خپله په هماغه سپینه ږیره د مغرورو یرغلګرو خلاف وسله اخیستې او افغان مجاهد ولس یې په خپلو ویلو او کړنو د اشغالګرو خلاف جهاد ته هڅاوه.

د استاد د دغو جهادي هڅو له جملې څخه د نوموړي هغه انقلابي آډیویې ویناده چې په کال (۲۰۰۵ ) کې په یوه سي ډې کې ثبت او په ډیر لیږ وخت کې په تول هیواد کې خپره شوه .

مبالغه به نوي که هغه ریکارډ شوې سي ډي د صلیبي یرغلګرو خلاف د مقاومت د پیل قومانده وبلل شي.

ځکه استاد وکړای شول په هماغې انقلابي وینا کې په خپل علمیت او جهادي قوي استدلال سره په ځوان نسل کې د جهادي مقاومت روحیه پوکړي، هغوی ته یې د سرښندنې او فداکاري درس ورکړ، او هغوی ته یې دا ډاډ ورکړ چې طاغوت که هرڅومره ځواکمن او په عصري وسائلو مجهز وي خو د حق په وړاندې د مقابلې توان نه لري.

زما ښه یاد دې چې کله په (۱۳۸۳/۸/۲۲هـ ش) کې د پخواني او اوسني جهاد یو بل نامتو مجاهد قومندان محمد انور ډنګر د اسلام د دښمنانو لخوا په پیښور کې ترور کړای شود هغه په جنازه کې په زرګونو کسان ګډون کړی و مګر چا د دې جرئت نشوای کولای چې د هغه د قاتلینو او یاهم په افغاانستان کې د صلیبي یرغلګرو په وړاندې څه ووايي.

هماغه و چې استاد محمد یاسر له ډیره لیرې ځایه ځان د شهید انور ډنګر جنازې ته را ورساوه او د هغه سرته په دریدو سره یې خپله عالمانه وینا په دې مبارک ایت سره پیل کړه :

مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا (23) الاحزاب

استاد په خپلې عالمانه وینا کې دومره په جرئت سره د صلیبي یرغلګرو په خلاف د جهادي مقاومت د ضرورت په اړه خبرې وکړې چې ما فکر کاوه دا خبري استاد ته په الهامي ډول د افغان ولس د ویښولو او اشغالګرو په وړاندې جهادته اماده کولو لپاره په زړه کې ورالقاء کیږي.

هماغه مهال افغانان د سختي مایوسۍ ښکار و خو استاد په خپلې عالمانه ویناکې کې همدې مایوسه او خپه افغانانو په حوصله او اطمنان وربښلو سره هغوی ته د اشغالګرو خلاف د پاڅون روحیه ورکړه .

استاد د هماغه وخت په ترټولو نازکو شرائطو کې تر هغو پوري خپلو جهادي هلوځلو ته دوام ورکړ تر څو د پاکستاني امنیتي چارواکو لخوا اسیر ، څه وخت وروسته د کابل ملي امنیت او بیا څرخي پله وحشي زندان ته ولیږدول شو.

خو د استاد په جرئت او شجاعت باندې د زندان وحشت هیڅ اغیز نه وکړ؛ بلکې له زندانه یې د مجاهدینو د روزلو روزنتون جوړ او خپله دوهم نمبر سي ډي چې د جهاد، مبارزې او د جهاد په لاره کې د ستونزو ا کړاونو په ګاللو باندې شامله وه د څرخي پله زندان له پنجرې څخه ترتیب او مجاهدینو ته را ولیږله .

مجاهد استاد د دې سي دې په یوه برخه کې افغان ولس داسې مخاطب کړی و:

مسلمانو افغانانو!

له زندانونو مه ویریږئ، بلکې د الله د دین د دفاع لپاره دومره ډیر کسان جهاد ته راووځئ چې دښمن مو په زندانوولو باندې ونه توانیږي؛ ځکه د خدای په لاره کې د زندان ګالل د هرمسلمان لپاره د ویاړ او افتخار لامل دي.

هماغه و چې د استاد د شجاعت او په دین باندې غیرت کولو له وجې الله تعالی استاد ته له څرخې پله څخه ویاړمن نجات ور نصیب او د مجاهدینو لخوا د یوه ایټالوي اسیر په مقابل کې له څونورو اسیرو مجاهدینو سره تبادله شو.

له څرخې پله زندان څخه تر خلاصون وروسته یې بیاهم آرام ژوند نه کړغوره ؛ بلکې د تیر په څیر یې خپلې جهادي هلې ځلې جاري وساتلې تر څو دوهم ځل بیا د اسلام د دښمنانو لخوا اسیر او تر اوسه پوري یې د ژوند او شهادت په اړه رسمي خبر نه دی اعلان شوی.

که څه هم په ظاهره تر اوسه د اسلام د لارې د دې ستر غازي او جهادي شخصیت د ژوند او شهادت په اړه رسما څه نه دي اعلان شوی خو نوموړي د حضرت خبیب رضی الله عنه د یوه صادق پلوي په توګه د خپل برخلک لپاره د حضرت خبیب لاندې تاریخې وینا شعار ګرځولی و :

فلست ابالي حين اقتل مسلما — علی ای جنب كان في الله مصرعي

هو! غازي او دعوتګر استاد محمد یاسر د جهاد او شهادت په آرمان کې د فاني دنیا ټول ملذات او خوندونه هیر او د ځان لپاره یې د خپل هیواد آزادي او په هغه کې د شریعت حاکمیت یواځینی آرمان ټاکلی و..

استاد د همدې عالي آرمان د تحقق لپاره ظاهرا خپل ځان ورک کړ ، خو زمونږ د هیواد په جهادي تاریخ کې به یې مبارک نوم د تل لپاره تل پاتې او په زرینو کرښو لیکلی وي…

هرګز نمیرد آنکه دلش زنده شد بعشق … ثبت است برجریده عالم دوام ما …

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمال

الله باك دي دده او دتولو مجاهدينو شهادتونه قبول كري. الله باك دي مونز ته توفيق راكري جي ددوي فه نقش قدم روان شو او دجهاد سنكر همداسي كرم وساتو لكه دوي جي ساتلي وه.آمين .

احسان وردګ

ریښتیاهم چې استاد د سنګر غازي او د ممبر هوښیار داعي و .
الله تعالی استاذ ته د دغو دواړو درنو مسؤلیتونو د سرته رسولو لپاره ښه استعداد او ښه اخلاص ورکړی و ،
نوموړی د الله تعالی د دې ارشاد یو ښکاره مصداق و :
والذین جاهدوا فینا لنهدینهم سبلنا و ان الله لمع المحسنین .

Nisar Ahmad yousafi

‌‌‌‌‌‌ډیره زیاته مننه کوم داسیادنړی څخه ‌‌‌‌‌‌ډیرپه زړه پوری معلومات نشروی رښتیاهم محمدیاسرصاحب هم دسنګراوهم ممبرداعی ووالله دی دده په شان ‌‌‌‌‌‌ډیرکسان پیداګړی ما یی زیات وعضونه اوریدلی دی دانسان وزړه ته سکون اوارام تیا ورکوی

محمد ناصر

سلام علیکم، په ریشتیا چه دیری شی خبری او د حقیقت نه دک خبری دی لیکلی خیر یوسی .یاسر صاحب خو غیرتی مجاهد شه عالم او متقی انسان وه کله چه د ملی امنیت په بندی خانه که بندی وه زه یی لیدلو ورغلم باور وکری چه دومره با همت وه چه هلته یی هم تبلیغ کوله او خلکو ته یی ویل چه یگانه لار د خلاصون جهاد دی او دار او ویره ورسره نه وه . الله دی جنت فردوس په نصیب کری .

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x