
دمینې فلسفه/طالب الهام
طالب الهام
زده ېې چې دمینې فلسفه کړله
بیامنصورپه دار دحق ناره کړله
جام کې چې دشونډودې شارب شومه
يوځل به مې شکر ، بیاتوبه کړله
هغه دناقوس غږونه ګونګ شول بیا
پیل مې چې د عشق ترانه کړله
ستا د عشق صیام و مسافر ومه
و جانانه ماته مې روژه کړله
هغه دبېلتون شېبې مې یادکې دي
ما چې د خپل عمر جنازه کړله
ډېر به ېې رنځور کړمه نازونوېې
کله ېې انکار ، کله وعده کړله
شپون شودخیال دښته کې طالب الهام
جوړه دې یادو ورته رمه کړله