نړۍ

خواجه اصف: پر امریکا باور زموږ لپاره تل زيانمن ثابت شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري د پاکستان پر ضد د پاروونکي ټويټ په اړه د پاکستاني چارواکو غبرګونونه روان دي او د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف يو ځل بيا د پاکستان پر ضد د ټرمپ ټويټ غندلی او زياته کړې يې ده، چې «تاريخ موږ ته همدا درس راکوي، چې پر امريکا د پاکستان باور تل زموږ په زيان تمام شو دی.»

خواجه اصف د ټرمپ د ټويټ په ځواب کې په خپل ټويټر پيغام کې پروېز مشرف ته په اشاره ويلي: «يوه پخواني ديکتاتور د امریکا په يوه ټيليفون پاکستان يوې پردۍ جګړې ته ورټېل وهلی، امریکا زموږ له پوځي اډو پر افغانستان ۵۷۸۰۰ بريدونه کړي، ستاسې پوځيانو ته يوه نيمه لسیزه د پاکستان له لارې وسلې او لوجيسټيکي مواد رسېدل، زموږ لسګونه زره ولسي خلک ستاسې د جګړې له امله وژل شوي دي.»

خواجه اصف په يوه بل ټويټ کې ويلي: «موږ ستاسې دښمن خپل دښمن بللی، موږ ګوانتانامو زندان ډک کړی، موږ ستاسې په خدمت کې خپل هېواد د برېښنا او ګاز له پرچاوي سره مخ کړی، موږ د خپل هېواد اقتصاد ستاسې په موخه ويجاړ کړ، چې تاسې خوښ شئ، موږ تاسې ته لسګونه زره ويزې در کړې، چې له امله يې د بلک واټر او ريمنډ ډيوس شبکې په هېواد کې خپرې شوې.»

د خواجه اصف په درېيم ټويټ کې راغلي، چې امریکا له تېرو څو کلونو راهيسې پر پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ تورونه لګوي او هڅه کوي، چې د خپلې ماتې پړه پر پاکستان واچوي.

دی وايي: «امریکا د خپلې ناکامۍ پړه پر موږ اچوي، چې تاسې خوښ نه ياست، د افسوس ځای دی او موږ نور نشو کولای، چې نور خپل عزت ستاسې لپاره خراب کړو.»

د ۲۰۰۱ د سټمبر د ۱۱مې له پېښې وروسته د پاکستان د هغه مهال پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف په يوه ټيليفون له امریکا سره بې قید او شرط د هر ډول مرستو ژمنه وکړه، چې له امله يې امریکايي چارواکو نژدې څوارلس کاله د پاکستان ځمکه او هوا د خپلو بمباريو او جګړې لپاره کارولې ده.

د پاکستان د مشرانو جرګې د دفاعي کميسيون مشر سناتور مشاهد حسين ويلي، چې امریکايي الوتکو د پاکستان له خاورې افغانستان کې د بمبارۍ لپاره لس لکه پروازونه کړي او همدارنګه يې خپل ټول پوځي وسایط او اړتياوې د پاکستان له لارې پوره کړي دي، خو بيا هم پر پاکستان د چل او درواغو تور پورې کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې نور د امریکا د جګړې برخه نه دي او نه به هم د امریکا جګړه پر خپلې خاورې وکړي.

د پاکستان د دفاع وزير خرم دستگير هم ويلي، چې اوسمهال د امریکا او پاکستان اړيکې پرې شوي او امریکا کولای شي، چې په پاکستان کې بريد وکړي.

د پاکستان لوی درستيز ډګر جنرال قمر جاويد باجوه ويلي، د خپل ولس له غوښتنو او هيلو سره سم به د ممکنه ګواښ ځواب ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

Pakistan did a lot during the fight against soviet invasion of Afghanistan.The problem in Afghanistan is the Civil War between different tribes, Pashtun vs Tajiks which is not Pakistan fault and I also heard the taliban are living inside Afghanistan. Why are we blaming Pakistan on every thing happens in Afghanistan.
Afghanistan does not have stable and strong central government.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x