نړۍ

سوریه: د روسانو اوه جنګي الوتکي تخریب شوي او دوه عسکر وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): سوریې پر الحمیمیم هوايي اډې باندي د مخالفینو توغول شوي توغندي لګېدلي چې له امله یې لږ تر لږه د روسانو اوه الوتکې تخریب شوي دي.

دغه خبر په لومړي ځل یوې روسۍ ورځپاڼې ورکړی.

د کومرسانت په نامه ورځپاڼې د دوو سرچینو په حواله وویل چې د کال ۲۰۱۷ په ورستۍ ورځ ۳۱ دیسمبر باندي مخالفینو د الحمیمیم هوايي اډه په نښه کړه چې له امله یې د ځینو وسلو سربېره ۷ الوتکې تخریب شوې.

په راپور کې ویل شوي چې دا په سوریه کې د روسانو تر ټولو لوی تاوان دی چې دوی ورسره مخ کیږي.

سرچینې ویلي چې په دغه پېښه کې اقلا لس تنه عسکر هم ټپیان شوي دي.

د الوتکو د نوعیت په اړه ویب پاڼې ویلي چې د مخالفینو په میزایلونو ۴ سوخوی-۲۴ جیټ الوتکې، ۲ سوخوی ۳۵ اس جیټ الوتکې او یوه انتونوف-۷۲ لوجستیک الوتکه تخریب شوې.

ددې تر مخه د روسیې دفاع وزارت د یوې چورلکې د غورځېدو خبر ورکړی وو چې نوعیت یې مي-۲۴ ښودلی وو او ویلي یې وه چې د تخنیکي ستونزې له امله غورځېدلې او دوه تنه پیلوټان یې وژل شوي دي.

که څه هم د خبر تر نشر وروسته د روسیې دفاع وزارت دغه خبر سمدستي نه وو رد کړی او د رویټرز خبري اژانس په وینا ددوی رابطه د دفاع وزارت د چارواکو سره په دې اړه ونه شوه، خو درې ورځې وروسته د روسیا ټوډې انګلیسي ویب پاڼې د دفاع وزارت له خولې د اوو الوتکو د تخریب خبرونه رد کړي خو د خپلو دوو تنو عسکرو وژنه یې تایید کړې دي.

روسیا ټوډې نور معلومات نه دي ورکړي او نه یې هم د دفاع وزارت څخه تر دې زیاته تبصره تر لاسه کړې ده.

باید وویل شي چې روسیې د کال ۲۰۱۵ راهیسي په سوریه کې د بشار الاسد د حکومت د مخالفینو پر ضد جنګیږي او په دې وروستیو کې يې په سوریه کې خپله بریا اعلان کړه. او د خپلو عسکرو د شمېر د کمولو خبر یې ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x