نظــر

د بدخشان غمیزه او فیسبوکي وزیران

طبعي ناورینونه لکه له نوم څخه یي چې ښکاري یو طبعي حقیقیت دی چې په درسته نړۍ کې رامنځته کیږي، حکومتونه دنده لري چې دزلزلې، طوفان ، سیلابونو او یا هم دبدخشان د ځمکې ښوییدنې غوندې دطبعي ناورینونو له وقوع وروسته  دمتاثرو خلکو مرستې ته ورودانګي او نهایي هڅه وکړي تر څو دناورین ځپلیو ژوند وژغورل شي .

 دطبعي ناورینونو دمتاثرینو سره مرسته دحکومتونو له سترو او اساسي دندو څخه ګڼل کیږي له همدې امله خو  دروسیې هیواد دبیړنیو چارو وزارت غوندې ځینو هیوادونو د ناورین ځپلیو سره دمرستو ځانګړي ادارې رامنځته کړي دي، چې یوازینۍ هڅه یي داوي ترڅو دخپلو خلکو ژوند وژغوري .

دغه ادارات دناورینونو له وقوع وروسته نهایي هڅه کوي چې خلکو ته نجات ورکړي دهمدې لپاره مجهز کاري پرسونل ، وسائل  او ذخیره ځواکونه په واک کي لري، چې حتی دیوه انسان د ژوند ژغورلو په خاطر په ورځو ورځو هڅو ته ادامه ورکوي .

د ۲۰۱۰ م کا ل په اګست کې دجنوبي امریکا په چیلي هیواد کې ۳۳ تنه کان کنستونکي دیوه کان دنړیدو له امله  تر ځمکه لاندې شول، دچیلي حکومت ټولې هڅې په کار واچولې ترڅو دغه کسان راوباسي تردې چې ۶۹ ورځې وروسته یي دغه کان ایستونکي ټول ژوندي له خاورو را وایستل.
څو ورځې وړاندې د ثور دمیاشتې په ۱۲ نیټه دبدخشان ولایت  د ارګو ولسوالۍ په آب باریک  سیمه کې دیوه غره دښوییدو له امله تر دوه نیم زره ډیر خلک په خپلو کورونو کې ترخاورو لاندې شول.

دسیمې خلکو دبیلچو او کولنګونو په  توسط هڅه پیل کړه ترڅو تر خاورو لاندې شوي کلیوال له خاورو راوباسي، په دې ترڅ کې یوشمیر کسان ژوندي او یوشمیر نور په داسې حال کې چې مړه شوي وو له خاورو راوایستل شول.

د سیمې خلګ چې د خاورو دانتقال لپاره درانه وسایط او ماشینونه یي نه درلودل له  حاکم رژیم څخه یي تمه کیدله چې په دې برخه کې به ورسره همکاري وکړي ، دکابل حکومت  چې دپیښې په سبا یي یوه ورځ ملي ماتم اعلان کړ د ولسمشر دلومړي مرستیال په مشرۍ یي یو پلاوی سیمې ته ولیږه چې دولسمشر سلاکار نعمت الله شهراني ، داقتصاد وزیر ارغندیوال اود کرهني او مالدارۍ وزیر محمدآصف رحیمي هم په کې شرکت درلود.

تمه وه چې دغه کسان به د ناورین له لیدلو وروسته داسې یوه طرحه جوړه کړي چې دلویوماشینونو او لاریو په توسط له سیمې خاورې انتقال شي او دفن شوي خلک ژوندي یا مړه له خاورو  راوایستل شي.

مګر کله چې دغه دولتي پلاوی سیمي ته لاړ پرته له دې چې ناورین لا په ناورین بدل کړي بل هیڅ کار یي ترسره نه کړ، دوی چې سیمي ته لاړ او خلک یي ولیدل چې په بیلچو باندې خاورې اړوي ، نو په داسې حال کې چې دنړیدلي غره  په خاورو باندې په  غوړیدلي سره قالینه باندې نغښتي ولاړ وو ، دارګو خلکو ته یي وویل چې نور دنجات هڅې باید پای ته ورسوي ځکه لاندې شوي خلک به اوس ټول مړه وي ، دوی خلکو ته وویل چې په لاندې شویو خلکو دي دجنازې لمونځ وکړي او سیمه یي رسما ډلییز قبر اعلان کړه .

د حکومتي پلاوي ددې سفر کوم عکسونه چې په رسنیو کې خپاره شوي داسې ښکاري لکه دغه  زمامداران چې دمرستي لپاره نه بلکې یوازې  دسیر او سیاحت لپاره ارګو ته تللي وي .

په یوه انځور کې ښکاري چې دکرنې وزیر محمداصف رحیمي ، ارغندیوال  او شهراني د ناورین په ځای کې په سره غالۍ ولاړ دي، په داسې حال کې چې له خندا یي خولې جینګي نیولې دي نور انډیوالان یي ترینه عکسونه اخلي.

حکومتي وزیرانو په ارګو کې ددې لپاره عکسونه  اخیستي ترڅو یي په فیسبوک باندې نشر کړي او خلکو ته ووايي چې دوی  د ناورین ځای په خپله لیدلی او که څوک یي نه مني نو دغه عکسونه به یي ثبوت وي.

د فیسبوک  او ټویټر غوندې داجتماعي رسنیو ایجاد چې په نوره نړۍ کې ورته  دیوه ټولنیز مرض  په سترګه کتل کیږي ، خو په افغانستان کې حتی حکومتي وزیران په کې دومره مصروف دي چې له نورو ټولو کارونو یي ورباندې ځانونه ایستلي دي .

د کرزي د فیسبوکي وزیرانو له جملې  یو هم دزراعت وزیر محمداصف رحیمي دی ، په داسې حال کې چې دافغانستان اقتصاد په زراعت او مالدارۍ باندې تکیه دی اوباید چې دزارعت او مالدارۍ وزیر شپه ورځ دهمدې سکتورونو  د ودې لپاره لاس په کار وي ، محمدآصف رحیمي یوازې فوټو ګرافۍ ته ښه تکړه دی چې سهار ماښام د خپل عکاس دکیمرې مخې ته پوز جوړوي او اخیستل شوي عسکونه بیا په  خپله فیسبوک پاڼه   خپروي .

ویل کیږي چې دغه وزیر یوځل د کچالوګانو په کرونده کې دیوه عکس اخیستلو لپاره بامیان ولایت ته تللی وو، ترڅو په دې نسبتا امن ولایت کې  له یوه سپیره بزګر سره یو عکس واخلي او خلکو ته وښيي چي نوموړی څومره دزراعت په انکشافي چارو کې غرق دی.

دنوموړي په فیسبوک صفحه مې یوځای لیدل چې دنیالګیو دکینولو په افتتاحي مراسمو کې دنمونې په توګه غواړي یوه نیالګي ته خاوره وکني، خو ددې لپاره چې پاسته لاسونه یي د بیلچې په لرګین لاستي باندې زخمي نه شي  سپین  دستکش یي ورته په لاس کړي دي، په نوموړي یوازې خپل لاسونه  نه بلکې خپلې پښې او پایزار هم دومره ګران دي چې د ارګوپه ناورین ځپلې خاوره یي ورته سره غالۍ هواره کړې ترڅو خدای مه کړه  پایزار یي دبدخشان له خاوره  سره  ونه لګیږي .

زه چې دغه  دفیسبوک معتادین ، دفوټوګرافۍ اتلان ،دطبقاتي کلتور ممثلین ، اشرف زادګان  او دملت وینه زبیښوونکي وزیران او چارواکي وینم نو هغه فارسي بیت مې ذهن ته راشي چې :

گربه میر و سگ وزیر موش را دیوان کنند
این چنین ارکان دولت ملک را ویران کنند

د ارګو ناورین ځپلو خلکو له حاکمو چارواکو څخه د مرستې تمه درلوده  خو دولتي ورغلي پلاوی یوازې دهغوی دنجات هڅې له خنډ سره مخ کړې او د قبرستان د اعلانیدو فرمان یي ورته واوراوو.

رویټر اژانس وایي ، چې له پیښې څو ورځې وروسته دسیمې خلکو یوځل بیا له خپلو بیلچو په استفاده دخاورو په ایسته کولو پیل کړ، ترڅو خپل تر خاورو لاندې عزیزان مړه یا ژوندي ومومي، دبدخشان ناورین ځپلي له اولیه امکاناتو په استفاده بوخت دي نړیدلی غر انتقالوي او دحکومت وزیران لګیا دي په فیسبوک کې دیوه بل انځورونو ته  لایکونه ورکوي .

آفرین مو شه تکنوکراتاتو په دې حکومتدارۍ !!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x