ترکیه: د عربو د مشرتوب ارمان نه لرو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاویش اوغلو د متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو لپاره د دولت وزیر انور قرقاش هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکي ترکیه غواړي د عربو مشرتوب په غاړه واخلي.

نوموړي په کال ۲۰۱۸ کې د ترکیې د بهرني سیاست په اړه څرګندونې کولې چې په هغو کې د قدس شریف په اړه، د امریکا سره د ویزو پر ستونزې، د ترکیې پر ضد د اماراتو موقف او په سوریه کې روان حالاتو باندي يې د خپل سیاست په اړه معلومات ورکول.

قرقاش ویلي وه، اجازه به ورنه کړي چې عربي هیوادونه د طهران او انقره څخه اوامر تر لاسه کړي، باید چې ریاض او قاهره تقویه شي او د عربي نړۍ قیادت د همدې هیوادونو په لاس کې وي.

د نوموړي په ځواب کې چاویش اوغلو وویل: «خبرې يې د خندا وړ دی، مونږ راسره ثبت کړي دي، په مصر کې د مرسي د حکومت پر خلاف د انقلاب وروسته زمونږ او اماراتو اړیکې یخې شوي».

او زیاته یې کړه چې کله کله په مناسباتو کې د اماراتي مسؤولینو سره مخ کیږي او هیواد یې ډېره هڅه کوې تر څو په کال ۲۰۱۸ کې مسلمان هیوادونه یو له بل سره متحد کړي، «زمونږ ولسمشر اردوګان د اسلامي همکاریو سازمان مشرتوب کوي، باید دا څوک پر ځان بده ونه ګڼي، امارات زمونږ سیال هیواد نه دی، مونږ یې احترام کوو، دوی هم باید زمونږ احترام وکړي».

د کارپوهانو په نظر سعودي او متحده عرب امارات په عربي نړۍ کې د هغو اسلامي او اصلاحي ګوندونو مخالفت کوي چې غواړي په عربي هیوادونو کې د رایو او ټاکنو له لاري حکومتونه بدل شي او خپل ټول امکانات یې د همدې موخې لپاره په کار اچولي دي.

د سعودي مشهور لیکوال او کارپوه جمال خاشقجي چې اوس له سعودي څخه امریکا ته تښتېدلی او د شاهي کورنۍ ډېر نیژدې معتمد پاتې شوی دی، په خپلې وروستۍ مرکه کې وویل: «سعودي او امارات په عربي نړۍ کې د اسلامي تنظیمونو پر ضد جګړه د ځان لپاره هدف ټاکلی او همدا وجه ده چې د قطر او ترکیې سره یې ورانه ده. د نوموړي په وینا تر څو چې سعودي او اماراتو خپل هدف نه وي بدل کړی، تر هغو به یې د دواړو هیوادونو سره ورانه وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د