افغانستان

کابل: چاودنې تر دېرشو ډېرو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، نن شپه نهه بجې د کابل ښار په مکروریانو سیمه کې پر پولیسو چاودنه شوې، چې له امله یې شپیتو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دانش په خبره، چاودنه په سیمه کې په راټولو شویو د عامه پر پولیسو شوې او ډېر زیان یې هم پولیسو ته رسېدلی دی.

خو د عامې روغتیا وزارت ویاند محمد اسمعیل کاووسي وايي، چې په چاودنه کې تر شلو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دی وايي، په چاودنه کې تر لسو ډېر پولیس وژل شوي او په همدومره شمېر کې ټپیان شوي هم دي.
نننۍ چاودنه د نهمې امنیتي حوزې اړوند په بنايي سیمه کې شوې، چې نن د پولیسو او هټیوالو ترمنځ فزیکي شخړه پکې شوې وه.

ویل کېږي د عامه نظم پولیسو غوښتل هغه هټۍ وتړي چې الکولي مشروبات پکې پلورل کېږي.

د اوسنۍ چاودنې مسوولیت تراوسه کومې ډلې منلی نه دی.

تېره اوونۍ په کابل کې د صدای افغان پر مرکز برید کې تر پنځوسو ډېر کسان وژل شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

سلام علیکم. هیڅ اړتیا نلرم چه ووایم زه یو انسان او افغان او مسلمان او د ظلم دښمن یم. د خدای او رسول او ملائکو او ټولو اولیاء او انبیاء لعنت دی وی پر هغه چا چه بشریت ته توطئې جوړوی، ستری او ویرانوونکی وسلې جوړوی او کاروی، بې ګناه انسانان وژنی. دا پولیس بېچارګان چه زموږ وطنداران دی، زموږ وړونه دی،زموږ همنوع دی او خپلو بچانو او کورنۍ ته د یوې ګولې مړۍ پخاطر شپه او ورځ د خلګو د امنیت د تأمین پخاطر زحمت ګالی او بیا په ډېره آسانی او په ډېره ناځوانی د ابلیس د شاګردانو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x