افغانستان

دوو جلا جلا چاودنو د لسو پولیسو ژوند واخیست

نن ټکی آسیا: په لویدیځ کې د هرات امنیتي چارواکي خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې د دوو جلا جلا چاودنو له کبله لس پولیس ووژل شول.

امنیتي چارواکي همداراز ، په دې چاودنو کې د څلورو پولیس ټپي کېدا هم تاییدوي.

لومړۍ چاودنه کابو لس نیمې بجې د هرات د اوبه ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوه.

د اوبه ولسوالۍ امنیه قوماندان شیر آغا الکوزي پېښه تایید کړه او زیاته یې کړه، چې چاودنه هغه مهال را منځته شوه کله چې د پولیسو موټر له سېمي څخه د تېریدو په حال کې و او د سړک غاړي پر خښ کړل شوي ماین ور برابر شو.

نوموړي وویل،چې په دې چاودنه کې درې پولیس وژل شوي او دوه نور ژوبل دي، چې مړه او ټپیان ټول د عامه نظم پولیس دي.

همدارنګه له هرات څخه یو بل ترلاسه شوی خبر کاږي، چې پرون مازدیګر د غوریان ولسوالۍ هم د سړک غاړي ماین د چاودنې له کبله ۷ سرحدي عسکر وژل شوي او یو بل ټپي دي.

د سرحدي پولیسو د څلورم زون قوماندان جنرال محمد جمعه عدیل په وینا، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې د دوی اکمالاتي موټرې د غوریان ولسوالۍ په زنګی صبا سېمه کې د سړک د غاړي پر خښ شوي ماین وختل.

نوموړي وویل، چې ماین ته د ریموټ کنټرول په مټ له لیرې چاودنه ورکول شوې.

جنرال عدیل زیاته کړه، چې څلور عسکر د چاودنې په ځای کې وژل شوي او درې نورو په روغتون کې نن ساه ورکړه.

طالبانو د غوریان والسوالۍ د چاودنې مسؤلیت پر غاړه اخیستی.

د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي په وینا، په زنګي صبا سېمه کې د سرحدي پولیسو پر کاروان چاودنه د دوی د ملګرو له لورې ترسره شوې او په ترڅ کې یې د موسی اباد سېمي د سرحدي پولیسو د ټولۍ د قوماندان ناصرخان په ګډون اته پولیس وژل شوي.

نوموړي تر دې مهاله د نننۍ چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x