امریکا پر پاکستان پوځې مرستې رسما بندي کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندي اعلان وکړ چې هیواد یې په رسمي ډول دا پرېکړه کړې چې نور به پاکستان ته پوځي مرستې نه ورکوي.

«هیثر نوارټ» د رسنیو سره په یوې غونډې کې وویل چې د امنیت په برخه کې د مرستو اکثره برخه به بنده شي. خو زیاته کړې یې ده چې کیداي شي په نورو برخو کې به بیا هم مرستې ادامه ولري.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه مرستې به تر هغو بندي وي تر څو چې پاکستان د «تروریزم» سره په جګړه کې نور عملي ګامونه نه وي اوچت کړي.

ویاندي منلې چې پاکستان بیا هم په ځینو مواردو کې مرسته کړې خو د تروریزم سره په روانه جګړه کې نور قدمونو اخیستلو ته هم اړتیا وه چې پاکستان نه دي اخیستي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندي د هغو مرستو اندازه نه ده جوته کړې چې بندي به شي، خو ویلي يې دي چې دوی تر اوسه هم د هغو ډالرو پر وروستي شمیر باندی کار کوي چې باید د پاکستان څخه را وګرځول شي.

ددې تر مخه په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هېلي ویلي وه چې هیواد یې غواړي پر پاکستان د ۲۵۵ ملیونه ډالرو مرستې بندي کړي.

د یادونې وړ ده چې ټرمپ د کال ۲۰۱۸ په لومړۍ ورځ پر خپل ټویټر ولیکل چې په تیرو ۱۵ کلونو کې يې پاکستان ته ۳۳ بلیونه ډالر مرسته ورکړې خو په ځواب کې پاکستان دوه مخې او دوکه ورکړې.

د نوموړي په ځواب کې پاکستاني چارواکو او سیاسي څیرو کلک غبرګون وښود او وې ویل چې امریکا په افغانستان کې خپله ناکامي اوس پر پاکستان تاوانوي.

د پاکستان د مالیې وزیر مفتاح امساعیل رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د امریکې د مرستو بندېدل به پر پاکستان خاص تاثیر ونه کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور سره سم له هغه وروسته چې ټرمپ په امریکا کې واک ته رسیدلی، داسي تمه کېده چې نوموړی به پر پاکستان دغه مرستې بندي کړي ځکه چې هغه یې له مخکې خلاف وو.

باید وویل شي دا لومړی ځل نه دی چې امریکا پر پاکستان پوځي مرستې بندوي، ددې تر مخه یې د ۱۹۹۰یمه لسیزه کې هغه مهال پر پاکستان پوځي مرستې بندي کړې کله چې دغه هیواد د اټومي بم تجربه وکړه او بیا چې کله په همدې لسیزه کې پوځي کودتا وشوه.. خو وروسته په ۲۰۰۱ کې کله چې امریکا پر افغانستان یرغل وکړ، د امریکا ولسمشر جورج بوش یو ځل بیا د پاکستان څخه بندیزونه پورته کړل او مرستې يې پيل کړي چې تر ۲۰۰۸ پوري روانې وي خو د اوباما تر لومړي انتخاب وروسته یو ځل بیا لږ را کمي شوې چې وروسته یو ځل بیا پورته شوې، تر دې چې په ۲۰۱۱ کې بیا تر ټولو کم حد ته را ورسیدې.

د کال ۲۰۰۲ څخه بیا تر اوسه ټول ۳۴ ملیارده ډالره امریکايي کومک د پاکستان سره شوی، کوم چې په وروستیو کې بیخي کم شوی وو او د کانګریس د یوې څیړنې له مخې په کال ۲۰۱۶ کې پاکستان د امریکې څخه یو ملیارد ډالره تر لاسه کړي وه.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجيب الرحمان
میلمه
مجيب الرحمان

يا الله شکر چې تا لرو.