ټرمپ: په سعودي کې مو انقلاب راوستی او خپل سړی مو واک ته ورسوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): یوه امریکايي ژورنالیست په سپینه ماڼۍ کې د پردې تر شا د ځینو مسایلو څخه پرده پورته کړې او په دې اړه یې یو کتاب لیکلی دی. په کتاب کې ویل شوي چې د ټرامپ خپلو ملګرو ته په ځانګړو ناستو کې ویلي چې په سعودي کې يې پلان کامیابه شو، انقلاب راغی او «محمد بن سلمان» ته یې په اشاره ویلي چې دده کس پر واک باندي راغی.

په سپینه ماڼۍ کې د اسوشیټډ پریس خبریال «جوناتان لیمیر» پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې تازه چاپ شوي کتاب «اور او غضب د ټرامپ په سپینه ماڼۍ کې له دننه څخه» کې راغلي چې ټرمپ خپلو ملګرو ته وویل: «مونږ په سعودي کې انقلاب پلان کړ» او زیاته کړې یې ده چې دغه کار یې د خپل زوم «جارید کوشنر» په مرسته کړی دی.
جارید کوشنر د ټرمپ زوم یهودی دی، د محمد بن سلمان نیژدې ملګری بلل کیږي او په دې وروستیو کې يې سعودي او اسرائیلو ته پر لپسې سفرونه کړي دي.

لیمیر په خپل ټویټر کې لیکلي، ټرامپ د ولیعهد په توګه د محمد بن سلمان تر ټاکل کېدو وروسته دا هم وویل : «مونږ خپل سړی په سعودي کې تر ټولو را اوچت کړ».

ویل کیږي چې دغه کتاب امریکايي لیکوال «مایکل وولف» لیکلی چې د سپینۍ ماڼۍ د پردې تر شا یې اسرار په کښی را نغښتي دي، هغه دعوه لري چې د کتاب لپاره یې تر ۲۰۰ زیاتې مرکې کړي چې په هغو کې د ټرمپ پخوانی سلاکار «سټیف بانن» هم دی څوک چې په استراتیژيک چارو کې د ټرمپ سلاکار وو او د ملی امنیت شورا غړی هم وو.

تبصرې (5)

  • وان جاکم فاسق فتبینو الایه.
    دا خو لا د کافرانو خبری دی. امریکانو په ټوله دنیا کې ماته خوړلی اوس دا خرافات وایی. څه فایده؟ دا ځوان بدنام کوۍ؟؟ او هره بې جایه خبر دفعتا خپروۍ.
    یوه هیله او خواهش
    په درناوی
    انورزی

  • د نظم نوین جهانی فطرت هم دادی چه د نظم کهنه جهانی سره یی معیارونه بلکل مخالف قطب کی قرار لری حتی حکومتی تعینات او تشکیلات یی هم فرق کوی . او د الهی نظام سره خو په اخری دشمنی کی قرار لری حلال او حرام یی سره سرچپه دی .
    هغه کثیفه او مجرمه ډله چه دمافیه په نامه یادیدله چیری چه بد کارونه وو لکه د نشه توکو تولید او قاچاق ، د فاحشو خانو او نشه خانو جوړولو او چلول د خلکو تښتونه ،د بانکو غلاوی د الوتکو اختطافونه ، انسانی قاچاق او .... ټولی د بین المللی مافیه وو ترسره کولی هغه مافیاوی دومری نن صبا پیاوړی شوی چه لمړی یی د اروپا او امریکا او بیا یی د ټولی نړی سیاسی قدرت تر لاسه او بلاخره د نظم نوین جهانی ( نړیوال حکومت ) تر تاسیسولو ورسیدل یعنی بدو خلکو ښه او ښو خلکو بد ځآی ونیولو چیری چه ښه خلک دی هغه دهشتګر او چیری چه دهشتګر وو هغوی نن ښه او هر چیری حکومتی چارواکی دی .

    ښه مثال یی د امریکا جمهور ریسان دی د امریکا لمړی جمهور ریس د مافیاوی یا ماسونیستی غړیتوب درلود ، او اوسنی جمهور ریس ټرمپ په فاحشه خانه کی زیږیدلی ، میرمن یی له فاحشه خانی خوښه کړی او ټوله کورنی یی د فاحشه خانو غړیتوب لری .

  • ټرمپ بلکل رښتیا ویلي یوداسي ځوان یې سعودي کې واک ته رسولی چې له اسلام لیري او دډیموکراسۍ سخت پلوی دی ، هغه داسرائیلو هم خوښ دی اودټرمپ هم

  • دا د صفویانو تبلیغات دی

    مخمد بن سلمان غواړی چی د سعودی له هیواده یو پر خپلو پښو ولاړ قوی هیواد جوړ ګړی تر څو دا ماډرن په خپلو پښو ولاړ هیواد وکولای شی چی د نړیوال کفر د توطیو مقابله وکړی