د ټرمپ په اړه د هېښوونکو پټو رازونو نوی کتاب چاپیدونکی دی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ واک ته د رسېدو په اړه د پټو کيسو او ناويلي حقايقو په اړه کتاب له وخت مخکې چاپيږي.

د «فاير اينډ فيوري» په نوم کتاب کې د سپينې ماڼۍ د داخلي شخړو او ناندريو کيسې راتلونکې اونۍ چاپېده، خو د ټرمپ وکيلانو د دې کتاب د خپرېدو د مخنيوي هڅې پيل کړي دي.

د مايکل وولف «فاير او فيوري» کتاب د راتلونکي سه شبنې په ورځ چاپېده، خو ليکوال يې اعلان وکړ،چې د کتاب مينه وال کولای شي، دغه کتاب له نن جمعې په بازارونو کې پيدا کړي.

د ټرمپ وکيلانو پر دغه کتاب نيوکې کړي او زياتوي، چې يو شمېر تېروتنې په کې شوي دي.

په دې کتاب کې د ټرمپ د پخواني ملګري او د سپينې ماڼۍ د سټراټيژي د څانګې مشر سټيف بينين له خولې ليکل شوي، چې له روسانو سره د ټرمپ ليده کاته «خيانت» دی.

خو په ورته وخت کې د سپينې ماڼۍ يو شمېر چارواکي او د ټرمپ وکيلان د کتاب په رښتينولۍ نيوکې کوي.

د يادونې وړ ده،هغه مهال ټرمپ ويلي و، چې د سټيف بينين عقل کار نه کوي او تر هغې وروسته يې له دندې ګوښه کړی و.

خو سټيف بينین بيا رسنيو ته ويلي، چې ټرمپ له روسي چارواکو سره ليده کاته کړي، دا يو ملي خيانت دی او خلک به ټرمپ پر ملي ټلويزيون «د هګۍ په څېر مات کړي.»

د وکيلانو ګواښ

د ټرمپ وکيلانو د کتاب له خپروونکې ادارې غوښتي، چې د کتاب له خپرولو سمدستي ډډه وکړي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي، چې د ټرمپ وکيلانو د کتاب ليکوال او خپروونکې ادارې ته د قانوني کړنو ګواښ کړی دی.

د کتاب ليکوال او خپروونکې ادارې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې کتاب کې دغه ادعاوې شوي دي.

  • ولسمشر ټرمپ د ټاکنو د بريا له خبر سره حیران او ډار وهلی و.
  • د هغه مېرمن ميلانيا ټرمپ د خپل مېړه د بريا په خبر ژړلي و.
  • ټرمپ د لوړې د مراسمو پر مهال ډېر په غوسه و، چې د موسيقي ډېری استادانو دغه پروګرام کې د ګډون بلنه نه وه منلې.
  • ولسمشر ټرمپ له سپينې ماڼۍ وېرېده.
  • د ټرمپ اداره نه پوهېږي، چې د راتلونکي په اړه څه کولای شي او څه پلان لري.
  • د ټرمپ د ملي امنيت پخواني سلاکار مایکل فلین له روسيې د پيسو اخيستو پر مهال ويلي و، له دې قضیې به ولسمشر ټرمپ ته ستونزې پيدا شي.
  • ټرمپ دا هم وايي، چې د خپلو ملګرو له ښځو سره ويده کېدل د ژوند اصلي خوند دی.
  • ټرمپ د خپل ملګري ښځې ته ويلي، چې د چا په اړه فکر کوي، هغه يې اصل خاوند نه دی.
  • په دې کتاب کې د ټرمپ په اړه له دوو سوو کسانو سره مرکې شوي دي.

څارونکي وايي، چې دا کتاب به په راتلونکو ورځو کې خپور شي، خو که د ټرمپ وکيلان د کتاب په منعه کېدو کې پاتې راشي، له دې سره به د سپينې ماڼۍ ډېر ناویلي حقايق او رازونه خپاره شي، چې د ټرمپ د ادارې شته څه نا څه عزت او درناوی به هم ورسره له منځه ولاړ شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد نعیم سادات
میلمه
محمد نعیم سادات

اوس نو دا معما څنګه خل کیدای شی ؟ ټرمپ روسانو او ایران ته په ښه نظر ګوری نو په همدی خاطر له طالبانو سره سخت چلند کوی او طالبانو ته د خپل دښمن په سترګه ګوری ( او دا چی طالبان اکثره پښتانه دی نو له پښتنو څخه هم کرکه لری ) او بیا ښاغلی کرزی چی د روسیی او ایران >>> دی ځان د طالبانو خواخوږی ګڼی او د کرزی پلویان بیا ځان پښتانه ګڼی خو عمل د پښتنو پر ضد کوی