د لاس روغبړ د نارينه اوښځينه وو لپاره

لیکنه: محمد قدوسي

عن مَعْقِلَ بن يَسَارٍ يقول قال رسول اللَّهِ صلى اللَّهُ عليه وسلم لأَنْ يُطْعَنَ في رَأْسِ أَحَدِكُمْ بِمِخْيَطٍ من حَدِيدٍ خَيْرٌ له من أَنْ يَمَسَّ امْرَأَةً لا تَحِلُّ له (المعجم الكبير)

له معقل بن یسار رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : داچي په تاسوکي یوڅوک په سرکي دفولادوپه ستن په زور ووهل شي تردې زیات غوره دی چي له هغي ښځي سره ولګېږي چي ده ته یي مس کول نه وي روا .

پدې وروستیو پېړیوکي دمسلمانانو په زیات ترو ټولنوکي دناپوهي او استعماري اثر اورسوخ په وجه ځینو شرعي مخالفتونورواج موندلی دی یو هم دهمدغو مخالفتونو له جملې څخه دځینو کارونو تعلق له ښځي سره دی دمثال په توګه دښځي آزادي ته دعوت او له کورونوڅخه دهغوی رااېستل او دهغې لپاره دسیاسي حقونو غوښتل او له نارینه وو سره دهغې اختلاط او ګډون اوله پردیو نارینه وو سره دهغې دلاس دروغبړ بېباکي اودنارینه وو اوښځو په مشترکومحفلونو کي ګډون اومجلسونه کول ، سره له دې چي اسلامي شریعت له دې څخه څرګنده منع کړي ده.

که څه هم تر موجوده وخته پوري الحمد لله پښتنې مېرمني له حیاء څخه ډکي دي او دعامو پردیو نارینه وو په وړاندي دپردې اوحجاب په ټېنګه سره پابندي کوي خو په ځینو مواردو کي دلاعلمي په وجه دځینو شرعي مخالفتونو ارتکاب کېږي هغه داچي زمونږځواني مېرمني اوپېغلي له داسي نارینه وو سره دلاس روغبړونه اوکله بیا دغېږي پوښتني اوکله ناکله مجلسونه اوکله بیاسفرونه کوي چي هغوی که څه هم په یوه اویابله بڼه يي خپلوان وي خوله محارمو څخه يي نه وي چي د اسلامي شریعت له مخي هغوی ته دا ډول کړه وړه له نامحرمو نارینه وو سره جواز نلري .

لاعلمي ځکه ورته وایو چي کله مونږ له دې ډول روغبړ کوونکیو کسانو سره په دې هکله مشغول شوي یو هغوی هک پک شي اوپه ډېره حیرانتیا سره درته وايي چي داخو خپلوان دي ځیني يي په ځواب کي وايي چي نیت روغ وي او زړه صفا وي پوښتنه څه پروا لري اوځیني بیا وايي چي ستر دزړه ښه دی، مونږ دانه وایو چي داخپلوان نه دي خو اسلامي شریعت ښځي ته له هغه چاسره دلاس روغبړ او خلوت کول یعني په تنهايي کي ورسره کېناستل او سفر ورسره کول حرام ګرزولي دي څوک چي له محارمو څخه نه وي او په دې هکله ځیني معلومات دشرعي حجاب په بحث کي ذکر شولو خومونږ به په دې بحث کي دلاس روغبړ داسلامي لارښوونو په رڼاکي وڅېړو ترڅو هغه مسلمان نارینه اوښځینه ورته متوجه شي کوم چي غواړي داسلام په سیوري کي ژوند وکړي اواسلامي اصول يي په کورونو اوورځنیو کړووړو کي پلي شي .

دملاقات کولوپه وخت کي دلاس روغبړکولو ته په عربي ژبه کي مصافحة وايي او دمصافحې تعریف په کتابونوکي داسي شوی دی :

وضع كف على كفٍ مع ملازمة لهما قدر ما يفرغ من السلام .

له سلام کولو څخه ترفارغ کېدلو پورې لاس په لاس کي اېښودل .

امام نووي (رح) په خپل کتاب الأذکار کي لیکي :

( فصل في المصافحة ) : اعلم أنها سنة مجمع عليها عند التلاقي ”

پوه شه چي دملاقات کولو په وخت کي دلاس روغبړ یوداسي سنت دی چي ټول علماء ورباندي متفق دي .

وقال ابن بطال : المصافحة حسنة عند عامة العلماء ( الفتح)

ابن بطال وايي دعاموعلماوو په نزد دلاس روغبړ کول یوښه کار دی .

عن قتادة قال : قلت لأنس رضي الله عنه أكانت المصافحة في أصحاب النبي صلى الله عليه وسلم ؟ قال نعم .(صحيح البخاري)

قتادة رحمة الله تعالی علیه وايي چي ماله أنس رضي الله تعالی عنه څخه پوښتنه وکړه چي آیا درسول الله صلی الله علیه وسلم اصحابویوله بل سره دلاس روغبړونه کول؟ هغه راته وویل : هو!

قال كعب بن مالك رضي الله عنه – في قصة توبته : فقام إليّ طلحة بن عبيد الله رضي الله عنه يهرول حتى صافحني وهنأني .(بخاري ومسلم)

کعب بن مالک رضي الله تعالی عنه دخپلي توبې په قصه کي وايي چي طلحة بن عبیدالله مخي ته منډي راوهلې اودلاس روغبړ يي راسره وکړ او دتوبې دقبلېدلو مبارکي يي راکړه .

عن أنس رضي الله عنه قال : لما جاء أهلُ اليمن ، قال لهم رسول الله صلى الله عليه وسلم : قد جاءكم أهل اليمن ، وهم أول من جاء بالمصافحة (سُنن أبي داود)

أنس رضي الله تعالی عنه وايي چي کله دیمن کسان راغلل رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وویل: چي دادیمن خلګ راغلي دي او دوی هغه څوک دي چي لمړی يي دلاس روغبړ پیل کړی دی

عن أنس رضي الله عنه قال : قال رجل يا رسول الله ، الرجل منا يلقى أخاه أو صديقه أ ينحني له ؟ قال : لا قال : أفيقبله ؟ قال : لا قال فيأخذ بيده ويصافحه ؟ قال : نعم (الترمذي)

له أنس رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی فرمايي : چي یوه سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل که په مونږکي یو سړی له خپل ورور او یا ملګري سره مخامخ کېږي آیا ورته ټېټېږي به؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: نه! بیا يي وپوښتل آیا ښکلوي به يي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: نه! بیايي وپوښتل آیا لاس به يي نیسي او روغبړ به ورسره کوي ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هو!

دلاس روغبړ دنارینه وو له نارینه ووسره او دښځو له ښځو سره مستحب کار دی اولاندي ګټي لري .

۱- دګناهونو مغفرت :

عن البراء رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ما من مسلمين يلتقيان فيتصافحان إلا غفر لهما قبل أن يتفرقا ( أبي داود) .

له براء رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چي دوه مسلمانان دملاقات کولوپه وخت کي یوله بل سره دلاس روغبړ کوي مخکي له دې چي یوله بل څخه بېل شي ګناهونه يي بښل کېږي .

داځکه چي دلاس روغبړ له زړونو څخه کینې اودښمنیوي باسي اوکه یوڅو ک په دې نیت له مسلمان ورور سره دلاس روغبړ وکړي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلواصحابو سره دلاس روغبړ او دغېږي پوښتنه کړي ده ستر اجريي په نصیب کېږي .

۲- دمتقابلي میني زیاتوالی :

دلاس روغبړ دمسلمانانو په مېنځ کي میني ته وده ورکوي ، زړونوته اطمینان او ډاډېینه وربښي،اویود بل له زړونوڅخه وېره او بدامني باسي ..

داخو دهغه روغبړ په هکله خبري وې کوم چي دنارینه وو یو له بل سره وي اویا يي ښځینه په خپل مېنځ کي کوي اوس به زمونږ اصلي موضوع ته چي له نارینه وو سره دښځو روغبړ دی وڅېړو آیا دشریعت له نظره له اجنبي نارینه سره دښځي دلاس روغبړ جواز لري اوکه نه؟

دامت علماء اوفقهاء که متقدمین دي اوکه متأخرین پدې هکله په یوه رایه دي چي دنارینه دلاس روغبړ له پردۍ ښځي سره حرام او ناروا دی او دأهل السنة والجماعة څلور مذهبونه په دې متفق دي او همدغه يي متفقه تګلاره ده او شرعاً ثابت شوي نصوص يي په حراموالي دلالت کوي چي په لاندي توګه دي :

دعایشه رضي الله تعالی عنها داحدیث چي فرمايي : کله چي به رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مسلماني مېرمني دبیعت کولو لپاره راتللې بیابه يي رسول الله صلی الله علیه وسلم امتحان اخېستلوکله چي به هغوی درسول الله صلی الله علیه وسلم شرطونه ومنل بیا به رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل :

انطلقن فقد بايعتكن ، لا والله ما مست يد رسول الله صلى الله عليه وسلم يد امرأة قط غير أنه يبايعهن بالكلام . (بخاري ومسلم )

ځۍ ولاړي شۍ ماله تاسو څخه بیعت واخېستلو، نه زما دقسم په الله تعالی وي چي درسول الله صلی الله علیه
وسلم لاس هېڅکله هم دپردۍ ښځي له لاس سره نه دی لګېدلی اویوازي په خبروکولو به يي بیعت ورڅخه اخېستلو .

عن أُميمة بنتُ رقيقة قالت : أتيت رسول الله صلى الله عليه وسلم في نسوة نبايعه فقلنا : نبايعك يا رسول الله , على أن لا نشرك بالله شيئاً, ولا نسرق, ولا نزني, ولا نقتل أولادنا, ولا نأتي ببهتان نفتريه بين أيدينا وأرجلنا, ولا نعصيك في معروف, فقال رسول الله- صلى الله عليه وسلم : ” فيما استطعتن واطقتن ” قالت : فقلنا: الله ورسوله أرحم بنا من أنفسنا ، هلم نبايعك يا رسول الله فقال : ” إني لا أصافح النساء إنما قولي لمائة امرأة كقولي لامرأة واحدة أو مثل قولي لامرأة واحدة (الترمذي والنسائي و ابن ماجه وغيرهم)

أمیمه بنت رقیقه رضي الله تعالی عنهاوايي چي زه په یوه ډله ښځو کي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلم او ورته ومو ویل چي مونږ له تاسره یارسول الله په دې شیانو بیعت کوو چي له الله تعالی سره به شریک نه نیسواوغلابه نه کوو اوزنا به نه کوو اوخپل اولادونه به نه وژنو اونه به یوپه بل تورونه لګوواو نه به په نېکو کارونو کي ستا نافرماني کوورسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چي څومره مو په وس کي وي او طاقت يي ولرۍ مونږ ورته وویل چي الله تعالی او دهغه رسول په مونږ زمونږ ترخپلو ځانونو زیات مهربانه دي مونږ ورته وویل چي لاس د راکړه چي بیعت درسره وکړو هغه راته وفرمایل : زه له ښځو سره دلاس روغبړ نکوم که سل ښځي وي هم په ویلو بیعت ورڅخه آخلم لکه له یوې ښځي څخه چي په خبرو کولو سره بیعت آخلم .

عن معقل بن يسار قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم لأن يطعن في رأس رجل بمخيط من حديد خير له من أن يمسّ امرأة لا تحل له . (الطبري)

له معقل بن یسار رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : داچي په تاسوکي یوڅوک په سرکي دفولادوپه ستن په زور ووهل شي تردې زیات غوره دی چي له هغي ښځي سره ولګېږي چي ده ته يي مس کول نه وي روا .

قال النووي في الأذكار وقد قال أصحابنا كلّ من حرم النظر إليه حرم مسّه ، بل المسّ أشد .

امام نووي وايي: هغه چاته چي ورته کتل یي حرام وي ورسره لګېدل هم حرام دی بلکه زیاته ګناه لري (لکه دلاس روغبړ)

ويستثنى من عموم الأمر بالمصافحة: المرأة الأجنبية ، والأمرد الحسن (فتح الباري)

دلاس د روغبړ له حکم څخه پردۍ ښځي او ښایسته لویان خوبصورته هلکان مستثنی دي چي نارینه به يي نه ورسره کوي .

قال محمد بن عبد الله بن مهران : إنّ أبا عبد الله يعني أحمد بن حنبل سُئلَ عن الرجل يصافحُ المرأة : قال : لا وشدّد فيه جداً قلت : فيصافحها بثوبه ؟ قال : لا .

محمدبن عبد الله بن مهران وايي چي له امام احمد بن حنبل رحمة الله تعالی علیه څخه چاپوښتنه وکړه چي له پردۍ ښځي سره دلاس روغبړکولای شي.؟ هغه ورته وفرمایل:چي هېڅکله يي نشي کولای او ډېر زیات ټېنګار يي وکړبیايي ورڅخه وپوښتل: چي په جامه کي نغښتی لاس دروغبړ لپاره ورکولای شي ؟ هغه ورته وفرمایل چي نه يي شي ورکولای .

دلته چي مونږ د پردۍ ښځي ذکر کوو مقصد مو ورڅخه نامحرمي ښځي دي ولو که قریباني او له خپلوانو څخه وي خو حکم يي دپردۍ ښځي دی چي دلاس روغبړ ورسره کول حرام دی .

هغه اخلاقي فساد چي له غیر محارمو سره دښځي دلاس په روغبړ کي مترتب کېږي په لاندي ډول دي .

(ا) غالباً دلاس دروغبړ په وخت کي دجانبینو شهواني انګېزې راپارېږي که له لېري فاصلې څخه دپردۍ ښځي لیدل دنارینه شهوت پاروي او اسلامي شریعت دا کتل حرام ګرزولی وي نو کله چي پردی نارینه اوښځه لاس په لاس کي ورکړي اودلاسونو حرارت یو اوبل طرف احساس کړي څه فکر کوۍ چي آیا دا به شهوت نه پاروي له دې ډول روغبړ څخه ستر فساد پورته کېږي اسلامي شریعت چي کوم شیان حرام ګرزوي موخه يي داوي چي دفساد مخه ونیسي او دلاس په روغبړ کي ستر فساد دی او شیطان په داسي حالت کي دتیارسۍ په حال کي وي چي دجانبینو په زړونو کي ناپاکي وسوسې وراچوي .

(ب) له پردیو نارینه ووسره دلاس دروغبړ په وسیله دښځو حیاء په تدریجي بڼه ختمېږي او دا دتجربې له مخي ثابته شوي ده چي کله یوه ښځه دلومړي ځل لپاره له یوه نامحرم قریب سره مخامخ کېږي او دلاس روغبړ ورسره کوي زیاته په حیاء کي وي خو دوخت په تېرېدلو هغه خپل مخ هم ورته لوڅوي او کورته يي هم بې محرمه دنني کوي او اوږده مجلسونه هم ورسره کوي چي دا هرڅه مطلق حرام دي او په اسلامي شریعت کي ځای نلري اوچي کله حیاءله مېنځه ولاړه شي بیا به دنور فساد مخه څه شی نیسي .

(ج) له پردیو نارینه وو سره دښځي د لاس روغبړ دنارینه غیرت کموي : هغه مېړه او یا محرم چي دهغه په موجودیت کي يي ښځه یالور اویاخور له پردي نامحرم نارینه سره دلاس روغبړ کوي طبیعي خبره ده چي د وخت په تېرېدلو يي دغیرت درجه راښکته کېږي مونږ له ځینو نارینه وو څخه چي دخپلي مېرمني په روغبړونوعادت وي داسي هم آورېدلي دي چي پردي سړي ته چي صرف شناخته يي وي او هېڅ دخپلوي رشته نه ورسره لري په ډېر جرأت سره ورته ګیله کوي اووايی که زه په کور کي نه وم کور خو وو ورتللې به چای او ډوډۍ به دخوړلي وو حال داچي په کور کي به يي یوازي تنهاښځه موجوده وي داځکه ورته وايي چي دغیرت احساس يي ختم شوی وي چي اصلي عامل يي په ابتداء کي همدغه دلاس روغبړونه وي کوم چي شریعت حرام ګرزولي دي ولوکه په ظاهري شکل خپل ځان مېلمه پال معرفي کوي .

ددې بحث په پای کي مسلمانو وروڼو اوخوېندو ته دا توصیه کېږي چي د اسلامي شریعت لارښووني په خپلوي پالني کي په جدي توګه په پام کي ونیسي داځکه چي داسلامي لارښوونو په عملي کولوکي دکورنیو دعزت او ناموسونو ساتنه ده او دیني لارښووني که تر هري پلمې لاندي شاته وغورځولي شي عواقب به يي له داسي اخلاقي فساد څخه پرته بل څه نه وي چي ګڼي خواوي به په لانجو کي لوېږي .

سره له دې چي هر پیغمبر دخپل امت دنرو اوښځو لپاره دپلار حیثیت لري او پیغمبران مخکي تر نبوت او وروسته له بعثت څخه له هري وړې اولويي ګناه څخه پاک او معصوم دي او رسول الله صلی الله علیه وسلم چي دالله تعالی غوره پیغمبر دي که له پردیو ښځو سره روغبړ کول روا وای هغه به ضرور په داسي وخت کي کړی وای چي له مسلمانو مېرمنو څخه يي داسلام لپاره بیعت اخېستلو، مونږ چي زړونه او اعمال مو ټول تر ملاحظاتو لاندي دي اویوڅوک داسي نشي ویلای چي هغه پاک دی څرنګه خپلو ځانونو ته ددې جرأت ورکوو چي خپل لاس د پردۍ
ښځي په لاس کي دخپلوي په پلمه ورکوو؟



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.