شعـــــرونه

چي خبر په بدخشان شوم ژړا راغله

له خوښۍ څخه ناتوان شوم  ژړا راغله
په يوه نظردي خان شوم  ژړا راغله

تا په مينه كړله  غېږه راته  خلاصه
زه ماشوم غوندي  نادان  شوم  ژړا راغله

ستا به هېركه به دي ياد وي مازديګر  وو
چي لتا څخه روان شوم ژړا راغله

دخداى فضل په سنګر كي يم تم كړى
ګنې څو ځله پښېمان شوم   ژړا راغله

لا مي ستا دغمو اوښكي قرار نه وې
چي خبر په بدخشان  شوم  ژړا راغله

ما هم واورېدې قيصې دغم ځپلو
زه هم دومره پهلوان  شوم  ژړا راغله

آ رزو دشهادت  مي وه  الهامه  !
چي دزلفو بنديوان  شوم  ژړا راغله
 
2014/05/06

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x