په خوراک را ټولېدل

دکتور کفایت الله وردګ

خوراک په جمع سره کول هم سنت دي پداسې خوراک کې برکت هم وي د حضرت جابر بن عبد الله رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمايي ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې فرمایل یې : : طَعَامُ الْوَاحِدِ يَكْفِي الاثْنَيْنِ، وَطَعَامُ الاثْنَيْنِ يَكْفِي الأَرْبَعَةَ، وَطَعَامُ الأَرْبَعَةِ يَكْفِي الثَّمَانِيَةَ. صحیح مسلم

ترجمه : د یو کس خوراک د دوو کسانو لپاره بس کیږي د دوو خوراک څلورو کسانو ته بس کیږي د څلورو کسانو خوراک آتو کسانو ته بس کیږی .

په پورتني حدیث کې اګر که صراحتاً په جمع سره د خوراک ذکر نشته خو همدا حدیث چې په بل روایت سره نقل شوی دی هغه حضرت عبد ا لله بن عمر رضی الله عنه نقل کړی دی هغه پداسې توګه شروع کړی دی : كُلُوا جَمِيعًا وَلا تَفَرَّقُوا، فَإِنَّ طَعَامَ الْوَاحِدِ يَكْفِي الاثْنَيْنِ . اخرجه الطبراني
ترجمه : یو ځای خوراک وکوئ بېل بېل یې مه کوئ ځکه د یو کس خوراک دوو کسانو ته بس کیږي .

ابن حجر رحمه الله فرمایي چې د طبراني ددې حدیث نه معلومیږي چې دا برکت د اجتماع له امله پکې راځي او دا جمع چې څومره زیاتیږي نو برکت همدومره پکې زیاتیږي .

یاد ګېرنه : دا لړۍ مونږ ددې لپاره شروع کړې چې تر تاسې پورې یو سنت در ورسیږي ، که لتاسې نه هېر شوي وی در په یاد به شي ، که تاسې ته په یاد وي ستاسې لپاره به تکرار شي او که ستاسې نه وو زده دا به ستاسې لپاره نوي او مبارک معلومات شي د صدقه جاریه په نیت یې له خپلو ملګرو سره شریکول او ثواب ګټل یې ستاسې کار دی .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د