شعـــــرونه

د لعلو بدخشان‎ – رزین

ر به درکی دی ولا ړ یم خپل جانا ن دریادوم
زما دګران هیواد د لعــــلو بدخشان دریادوم

د پــا میر ملا ماته سوی دغم پیټی پری پراته دی
د(ارګوی) اولسوالی کی مظـــــلومان دریادوم

(آب باریک)کلی ته نه ورګورم سرراباندی ګرزی
ځوان ،ز ا ړه ،نا وی که پیغلی ماشومان دریادوم

دد نیا بام هم لړزیږی چی یی غیږپه وینوسره سوه
دجمـــعی دروځی زمـــوږګر ان شهیدان دریادوم

پـــــه  نــاورین کی ناورین جوړزما په چمن ســـو
ټول له پیښی روغ و تلی او ټپیــــــان   دریادو م

ربه نه لــــر م و زرچی خپل  دمینی پیغام وروړم
زما د خوږ  زړ ه  تمنـــــا او  خوږآرمان دریادوم

دا فغـــــا ن کورکی دویر کمبله ویړه ویر ما تم ده
دتن ټوک یی تری بیل سوی ټول  ټو کان دریادوم

دجنت دحوروغیږی پری تودی حوری حساب کړی
آرمـــان جن وینو کی لت پت  قر بانیان  دریادوم

ته قادر یی ته وا کدا ر دټول جهان یی ذ ا لجــلا له
دکمرورحم اوکرم کی ځپل  سوی انسانان دریادوم

(رزین) لاس دی لپـه کړی اوښکی څاڅی هک پک پا ته
ربه وبښــــــی زموږ  ورو  ڼه مســــلمـــان  دریادوم
رزین       ۴/۵/۲۰۱۴

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x