افغانستان

د کورنیو چارو وزارت: د قومندان رازق سره به قانوني چلند کيږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): په دې وروستیو کې د کندهار امنیه قومندان رازق یو لړ مرکې وکړې او پر ګډحکومت یې توندي نیوکې وکړي.

نوموړي په یوه مرکه کې وویل چې نه دې حکومت را وستلی دی او نه یې لیري کولای شي.

نوموړي همدا راز د اشرف غني حکومت یو کمزوری او بې وسه باله چې د پاکستان د ګټو لپاره کار کوي او د هلمند ولایت په شمول د روزګان ځیني سیمې يې په عمدي ډول طالبانو ته خوشي کړي دي.

د جنرال رازق د خبرو په ځواب کې د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي نن د جمعې په ورځ په یوه خبرې کانفرانس کې وویل: د جنرال رازق د وروستیو څرګندونو په ځواب کې به د هغه سره قانوني چلند وشي.

باید وویل شي چې د جنرال رازق وروستۍ پر لپسې مرکې په سیاسي چارو کې د یوه امنیتي اړخ مستقیمه مداخله بلله کیږي چې د ولسمشر اشرف غني د یوه فرمان له مخې غیر قانوني بلل شوی دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې د کورنیو چارو وزارت به د نوموړي سره څه چلند وکړي خو د نصرت رحیمي په وینا د بلخ ولایت دوه امنیتي جګپوړي چارواکي د عسکري ډیسپلین د سزا سره مخ شوي دي.

د کارپوهانو په نظر جنرال رازق د ګډحکومت په مقابل کې د بلخ د والي عطا نور څخه ځکه ملاتړ کوي چې د هغه د لیري کېدو په صورت کې کیدای شي وار تر ده او د کندهار تر نورو چارو پوري ورسیږي.

پر جنرال رازق تور دی چې هغه په جنوبي ولایت کندهار کې ټول واک په خپل لاس کې اخیستی دی او ددغه ولایت بې تاجه بادشاه بلل کیږي چې هیڅ قانون نه مراعتوي او نه مرکزي حکومت ته اعتبار ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x