افغانستان

کونړ: په پاکستان کې برمته شوی مرستيال والي را خوشي شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کونړ مرستیال والي قاضي محمد نبي احمدي چې د پاکستان په پېښور ښار کې تښتول شوی وو، تر ۳ میاشتو بند تیرولو وروسته را خوشي شوی او خپل کور ته رسیدلی دی.

نوموړی تېره شپه ناوخته پر ۱۱ بجې په کونړ کې خپل کور ته رسیدلی دی.

د هغه زوی احسان الله رسنیو ته ویلي چې پلار یې د شپې پر ۱۱ بجې کورته راغلی خو نور معلومات یې نه دي ورکړي چې څرنګه او چا را خوشي کړی.

احسان الله زیاته کړه چې اوس یې هم یو تره حبیب الله د تښتوونکو سره دی او په اړه یې دوی ته هیڅ معلومات نشته.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم هم دغه راپورونه تایید کړي دي او نور معلومات یې نه دي ورکړي.

د کونړ مرستیال والي قاضي محمد نبي احمدي د تېر کال ۲۰۱۷ د اکتوبر میاشتي په ورستیو کې تښتول شوی وو، د هغه په اړه ویل کېدل چې پېښور ته د تداوي لپاره تللی وو او د تښتول کېدو په ورځ یې په ډبګرۍ سیمه کې د یوه ډاکټر سره د لیدو وخت اخیستی وو.

د نوموړي تر تښتول کېدو وروسته د هغه دوه وروڼه او یو وراره هم وتښتول شول، د هغوی په اړه هم تر اوسه معلومات نشته چې خوشي شوي او کنه، خو د احمد نبي احمدي زوی احسان الله اقلا د یوه اکا حبیب الله په اړه ویلي چې تر اوسه لا ترې تم دی او په اړه یې معلومات نشته.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x