افغانستان

غزنی: له ګیلانه شاوخوا دوه سوه کورنۍ کډه شوې

د ثور د میاشتې په پيل کې د غزني د ګیلان ولسوالي د شینکۍ کلي ته د اربکیانو نوې پوسته ورغله،چې مشري يې ولي خان کوي او د دې کلي د یو مشر حاجي لالي په کور کې يې واړول.د سیمې اوسېدونکي وايي چې  د دې پوستې په راوړلو په سیمه کې امنیت تر بل هر وخت ډېر خراب شوی، د دوی په خبره اربکیان له همدې کلي نه په په پردل او جانان کې هم عملیات کوي، چې اربکیان په ټوله سیمه کې د ږيري سړی نه پرېږدي.

ځکه خو له یادو سیمو نه نږدې دوه سوه کورنۍ مهاجرې شوې، چې ځينې يې نورو ولسوالیو او ځینې نور يې د غزني مرکز ته تللي دي.تراوسه په یاده سیمه کې د اربکیانو او طالبانو ترمنځ څو واره نښتې شوې، چې د سیمې د اوسېدونکو په قول اربکیان يې بیا غچ ترعامو خلکو وباسي، چې له همدې کبله سلګونه کورنۍ هجرت ته مجبوره شوې.
یاده دې وي، چې د ګیلان په اغه جان کې د اربکیانو له لوري په هر کور درې کیلو د پسه غوښه او شپېته پاسته درې وخته ټاکل شوي دی، خو په شینکۍ کې په ټول کلي د میاشتې اووه لکه کلدارې ټاکل شوې، چې هر کور ته زر کلدارې رسېږي.
په دې وروستیو کې د اربکیانو له چال چلنده، په غزني، پکتیکا او فراه کې سلګونه کورنۍ هجرت ته اړشوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x