افغانستان

جوزجان: د بهرنیانو په بمبار کې ۱۰ تنه ملکیان وژل شوي، څلور ټپیان دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بمبار کې لږ تر لږه لس تنه ولسي وګړي وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.

د طلوع نیوز د راپور سره سم د فاریاب ولایت یو شمېر اوسیدونکو ورته ویلي چې بهرنیو ځواکونو دغه بمبارۍ کړي دي خو په کابل کې د ناټو عمومي قومندانۍ تر اوسه په دې اړه د څه ویلو څخه ډډه کوي.

د فاریاب اوسیدونکو ویلي، د دوی یو شمېر سپین ږیري او قومي مشران د جوزجان ولایت درزاب ولسوالۍ ته ولاړه تر څو هلته د داعش د قومندان قاري حکمت الله څخه یو ملا امام را خوشي کړي څوک چې څه موده تر مخه د فاریاب د شیرین تګاب څخه تښتول شوی او بیا جوزجان ته انتقال شوی وو.

سرچینې ویلي، ۱۴ کسان د شیرین تګاب څخه تللي وه، او هلته په یوه کور کې را غونډ وه چې بمبار باندي شوی او لس تنه یې له لاسه ورکړي دی، څلور یې ټپيان شوي دي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د ټرمپ د استراتیژۍ د اعلان وروسته پر هغو سیمو بمبارۍ زیاتي شوي چيرې چې طالبان یا داعش واکمن دي چې له امله یې د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د ادارې په وینا د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم ورسره زیاته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x