fbpx

له دیني مفاهیمو سره د تاند والو نا بلدي

احمد مختار

تاند ورځپاڼې د تیرې پنجشنبې په ورځ په فراه ولایت کې د طالبانو د نوي ګمرک جوړولو او له باروړونکو لاریو څخه د ګمرکي محصول اخیستلو په اړه دا خبر نشر کړی و.

(( طالبان د نیمروز د لارې له باري موټرو د محصول په نوم جزیه غواړي))

زه غواړم لومړی دلته د جزیې د لفظ او د هغه د شرعي مفهوم په اړه لیږ مکث وکړم او وروسته له دیني مفاهیمو څخه د تاند والو د عدم آګاهي په اړه څه ووایم.

جزیه اصلا عربي لغت او په فقهي لحاظ یو معین مقدار مبلغ ته ویل کیږي چې د اسلامی حکومت له لوري له اهل الذمة (نا مسلمانانو) څخه د هغوی د ژوند د تأمین په اړه اخیستل کیږي او د مسلمانانو بیت المال ته تسلیمیږي.
جزیه فقط له هغه اهل الذمة نارینه څخه اخیستل کیږي چې ځوان ، روغ او د وسلې په اخیستلو قادر وي ، له ناتوانه ، معیوب ، بوډا ، ماشوم او ښځې څخه او نه هم له مسلمان څخه جزیه نه اخیستل کیږي .
زکات ، عُشر ، خُمس ، رِکاز , خِراج ، ضَرائب ( ګمرکي محصولات) او جِزیه هغه فقهي مفاهیم دي چې په اسلامي شریعت کې د ځانګړو شرائطو او مقرراتو له مخې د ځانګړو موخو لپاره تعین شوي چې د اسلامي حکومت چارواکي یې له شتمنو مسلمانانو او جزیه له اهل الذمة (نامسلمانانو) څخه اخلي او د حکومت په خاصو لګښتونو او مصارفو یې لګوي.

دا چې تاند وال ګمرکي محصول ته جزیه وايي لامل یې دوه شیان دي:

یا دا چې هغوی په دینې او فقهي لحاظ د جزیې له مفهوم سره نابلده دي.

او یا دا چې دوئ همدا محصول ورکوونکي مسلمان ډریوران د ځینو خاصو ملحوظاتو پر اساس نامسلمان فرض کړي او بیا یې له هغوي څخه ګمرکي محصول اخیستلو ته د جزیې نوم کارولی دی.

خو دا دواړه لاملونه یو هم تاند والو ته دا برائت نشي ورکولای چې دوي دغه ښکاره فقهي مفهوم (جزیه) په داسې لا پروايي سره وکاروي؛ ځکه هغوی چې ځان مسلمان بولي نه باید د اسلامي شریعت له ضروري مصطلحاتو څخه په عدم اګاهي سره داسې اشتباه وکړي چې د خپلو خاصو ملحوظاتو لپاره یا مسلمان ډریوران نامسلمان کړي او یاهم لکه د بي بي سي د نوي کور نوي ژوند د پخواني ډرامې میرزامیرک داسې لغاتونه په خبري رپوټونو کې وکاروي چې نه یې دوئ په معنی پوهیږي او نه یې هم د دوي لوستونکي.

تاند وال د شهید کلمې کارولو په اړه هم عین ستونزه لري ، هغوئ ډیر ځله په خپلو خبري رپوټونو کې شهید یواځې هغه چاته کاروي چې د طالبانو لخوا وژل شوی وي ، د امریکایانو په بمباري او یا د امریکايي او دولتي ځواکونو لخوا که هرڅوک شهیدان شوي وي هغوی ته د وژل شویو اصطلاح کاروي.

سره له دې چې تاندوال نه شهید ته معتقد دي او نه د هغه شهادت ته ، خو د دې لپاره چې مسلمان افغانان تر (وژل شوي) د (شهید) لفظ ته درناوی لري نو دوئ هم لکه ښاغلی جنرال دوستم کله ناکله په غلط فهمي سره د خپلو امریکايي دوستانو وژل شویو ته هم د شهید لفظ و کاروي …

طالبان د نیمروز د لارې له باري موټرو د محصول په نوم جزیه غواړي

avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

احمد مختاره وروره سلام علیکم. د تاند د مخ په هکله ستاسی د توضیح سره پوره موافق یم، زه هم تاند یوه وړوکی بی بی سی ګڼم خو سره لدې کوټې ته ئې ځینی وخت سر و ننه باسم، یو و نیم ښه انډیوالان هم پکی موندل کیږی چه په غوږ نیولو ارزی که څه هم ځینی وختونه ئې د خولې د الکولو بوی را ولاړیږی، په هر حال، که موږ او تاسی او دوی او هغوی ټول یو ډول وای نو بېړه به مو تردې لا هم غرقه وای. امّا اصلی خبره: تانډ د ( جزئې) نوم په شریعی… نور لوستل »

افغان
میلمه
افغان

زه د تاند چلوونکی او د هغو پلار چه ځه وخت د مخه وفات شو ، ښه پیژنم، ونه وایی [ که د تبرګی لاستی زما له جنسه نه وی تبرګی نه شوم غوڅولای ] په اسلامی نړی کی که د اشغالګرو استعمارګرو سره د تاند چلوونکو په شان غلامانو ملتیا نه لرلی اشغالګرو اسلامی هیوادونه نه اشغال او نه یی استثمارولی او غلامولی شو . ډيری رسنۍ او تلویزونونه خو د نظم نوین جهانی پوری اړه لری یعنی ملکیت یی دی او د تاند چلوونکو په شان کسان یی پکی استخدام کړی او ځينی رسنیو ته چه د یو… نور لوستل »

شفق خوږیاڼیوال
میلمه
شفق خوږیاڼیوال

دروند ورور غ .حضرت صیب ! جزیه په اسلامي شریعت او فقه کې د مخصوصو شرائطو په رعایت سره هماغه مخصوصې جزاته ویل کیږي اسلامي فقهاو جزيه ىاسْ تعريف كړې: الجزية هي ضريبة إسلامية سنوية تفرضها الدولة على الأشخاص غير المسلمين الذين يعيشون في الدولة الإسلامية المعروفون باسم أهل الذمة ( الاحکام السلطانیة للماوردي / قسم فقه السیاسة الشرعیة) ژباړه : جزیه هغه مخصوص اسلامي ټکس / مالیه / یا جزا ده چې اسلامي دولت یې په هغو غیر مسلمو کسانو وضع کوي چې اهل الذمه بلل کیږي . جزیه داسې یوه جزاده چې نن سبا د شریعت د ځینو… نور لوستل »

محمد احمد
ایډیټر
محمد احمد

غ . حضرت وروره و عليكم السلام ورحمت الله وبركاته محترمو تاسو د جزیې ، ججې او باج په اړه ښه توضیحات ورکړي خو په شرعي لحاظ هغه د قناعت وړ ځکه نه دي چې شرعي امور یا احکام ټول توقیفي دي ، توقیفي دا معنا چې د هغوي مالها و ماعلیها ټول په شریعت پوري مربوط او مونږ او تاسو ته ورکې د عندي تأویلاتو یا تعبیراتو مجال نشته . مثلا زکات یوه فریضه ده الله تعالی پر مسلمان فرض کړې . مونږ نشوای کولای له غیر مسلمان (هندو ، سیک او …) څخه څه واخلو او نوم ورباندې… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

ګرانو او خوږو وړونو هر یو احمد مختار صاحب او شفق صاحب ته درانه سلامونه وړاندی کوم و امّا: زه هم دومره د قرآنی احکامو او اصطلاحاتو څخه بېګانه او نا آشنا نه یم. ( جزیه) او دهغې تاریخی پیش منظر تقریباً هر مسلمان ته معلوم دی. جزیه ،غلامی او مريئتوب غوندی یو معلق حُکم دی چه د زمانی شرائطو په ظرفیت کی د اِعمال او تعبیر وړ دی خو خبره داده چه زموږ یا بله هره ټولنه کی ځینی مذهبی او دینی اصطلاحات د زمانې په تېرېدو، د ژبی په روزمره ژرنده کی د ځینو سطحی یا ژورو تغیراتو… نور لوستل »