او دې ښځې هم ځانته مېړه پیدا کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): هغې ښځې چې د نړۍ پر مخ يې تر هر چا زیات پر مخ ويښتان درلودل، مېړه پیدا کړی دی.

د تایلنډ د بنکاک د ښار اوسېدونکې سوپترا سوسوفن د ایمبراس سنډروم په نوم په یوې نادرې ناروغۍ اخته ده چې له کبله یې د انسان پر مخ ويښتان راخيژي. دغې ناروغۍ ته ور وولف سنډروم هم وايي او د تسمیې وجه یې داده چې د انسان مخ د لېوه په څېر بڼه اختیاروي.

تر دې دمه په نړۍ کې یواځې ۵۰ تنه په دغه مرض اخته دي چې له منځه یې یوه هم د تایلنډ دغه اوسېدونکې ده.

سوپترا په ۲۰۱۰ کې پر مخ د ډیرو ويښتانو له کبله ریکارډ جوړ کړ، هغې څو ځل د ويښتانو د لرې کولو تدواۍ کوښښ وکړ خو بریالۍ نشوه.

سوپترا په وروستیو کې پر ټولنیزو رسنیو یو انځور چې پر مخ یې ويښتان نه و او له یوه ځوانکي هلک سره ولاړه وي، خپور کړ او ویې لیکل چې نور مجرده نه ده او ميړه یې موندلی دی.

هغې ویلي چې مېړه یې له دې ناروغۍ سره سره قبوله کړې او دا یې لومړنۍ او وروستنۍ مينه ده.

د سوپترا پلار ویلي چې د لور ناروغي یې ښه شوې نه ده خو هغې د ويښتانو لرې کولو ته باقاعده کار ویلی دی.



یوه تبصره

  1. داکتر تاج الدین ملت مل

    څنګه کولای شو چې د نظام درست او مؤثر ملاتړ وکړو!
    د ټولو عالمو دوستانو نه په بخښنه، چې زه دلته ممکن ځنو داسې ساده موضوعاتو باندی خبری وکړم چې هغه به تاسو پوهو دوستانو ته ابتدایی او تکراری وي، ولې دا چې زما د مقالې اصلې مخاطبین ځوانان دي، او زمونږ ډیرې ځوانان د یولړ معلوماتو نه لری ساتل شوي دي، دا اړین بولم چې خپلې خبری لږ په تفصیل او ساده ولیکم. دمقالې دا اوږدوالې نه بخښنه غواړم.
    لومړی باید د نظام، دولت او حکومت په اړه وغږیږو. د ښه روښانتیا لپاره یی دپاسه شروع کوو:
    نظام: نظام د هغه سیاسې سستم نه عبارت دی چې په هغه کی د یوی ټولنې دولت د خپل دري ګونو قواو سره، د یوه اساسی قانون په چوکاټ کې، د روښانه او منل شوو ملې، اجتماعې، او عقیدوي ارزښتونو( ازادی، خپلواکې، ملې ګټي، جغرافیه، تاریخ، کلتور، اقتصاد، بیرق، ملې سرود، ملې نښان، ملې هویت، تابیعیت، او نورو) د ساتنې او پالنې لپاره، د هغه هیواد د منل شوی اصولو په چوکات کی ( چې که هغه لیکل شوی وی چې هغې ته ملې ستراتیژی وایی، او یا نا لیکل شوی، ولې په عامه توګه پری توافق شوی وی) دفاع او ساتنه کوی. البته نظام یو چوکاټ او اتوریته ده چې هغه د هغې ټولنې د سترې مشر تابې نوعیت، د انتخاب یا انتصاب سستم او د هغه د کاری دورې موده ټاکې. همدا راز هر نظام کی د دولت د دری ګونو قواو جوؤښت، صلاحیتونه او د اجراتو طریقه سره غ-فرق کوی.
    نظامونه په نړی کی په عمومې توګه په څلور ډوله (شاهې، جمهوری، امارتې او ممثل) دي:
    شاهې نظام: هغه نظام دی چې د دولت په راس کی شخص د ولس په خوښه او رایه نه انتخابیږی، بلکه هغه ته اقتدار عمومآ په میراثې توګه پاته کیږی او یا هم کله کله د جنګ یا کودتاو له لاری اقتدار په لاس کی اخلې. دا نظامونه اکثرآ دیکتاتورانه وی او تر هر څه زیات د خپل ځان د بقا د پاره کار کوی، خو ځنې شاهې نظامونه بیا د خپل اقتدرار سره سره د خپل ټولنو د پرمختګ لپاره هم ښه کارونه تر سره کوی. شاهې نظامونه په دوه ډوله وي. الف- شاهې مطلقه نظامونه: دا هغه شاهې نظامونه دي چې هلته هیڅ دیموکراسی وجود نه لری ، پاچا د ټول اختیار خاوند او په خپله خوښه وزیران، والیان او نور مقرروي. اود د دوی د باچاهې دوره او د دوی د ټاکل شوو مامورینو دوره هم نا معلومه وی. د مرحوم ظاهر شاه د سلطنت د وروستې ۱۲ کالو دمخه ټول شاهې نظامونه مطلقه شاهې نظامونه وه.
    ب – شاهې مشروطه: دا هغه شاهې نظامونه دی چې د هیواد مشر پاچا وی ولې په هیواد کی یو څه دیموکراسی موجوده، د خلکو یو نماینده مجلس (ولسی جرګه ، او د مشرانو جرګه) هم موجود وی. پاچا د هیواد د زیاتو چارو مسؤلیتونه صدراعظم ته حواله کوی. پاچا یو حوک تعینوې چې د صدراعظمیت لپاره خپله کابینه جوړه او صدراعظم او کابینه یی د ولسی جرګې نه داعتماد رایه تر لاسه کوی، او پاچا یی اخری منظوری ورکوی. د مرحوم داودخان نه دمخه د ظاهر شاه د سلطنت وروست ۱۲ کاله یوه شاهې نمشروطه نظام وه. همدا راز په هغه وخت کی په ایرتن کی هم مشوطه شاهې نظام وه. په مشروطه شاهې نظام کی بیا سره لدی چې د پاچا دږره نا معلومه وی، ولې د صدراعظم او د کابینې د ږزیرانو دوره ټاکلې موده (۳ کاله ) وی.
    ۲- جمهوریت یا ریاستې نظام: دا هغه نظام دی چې په هغې کی د هیواد ستر مشر ولسمشر یا جمهور ریس وی، چې مستقیمآ د خلکو په رایو ټاکل کیږی، او د هغه کاری دوره هم معینه (۴-۵) کاله وی. پدی نظام کی صدراعظم وجود نه لری. ولسمشر، د اجرایه قوی برسیره د دولت د ټولو دری ګونو قواو مشری په لاس کی لری. دلته سره لدی چې دا دری قووی د یوع بل نه مستقلې وی، خو د ځنو سستمونو له لاری په یوه بل کنترول هم لری. مثلآ مقننه قوه ، د اجرایه قوي (وزیرانو) تقرر او لری کولو او هر وزارت ته د اړونده بودجی په ورکولو او څارلو باندی کنترول لری. قضایه قوه بیا د مققنه قوی د فیصلو په حقوقیت او تطبیق او د اجرایه قوی باندی رد نظارت صلاحیت لری.
    ۳- امارتې نظامونه: دا یوه عقیدوی اصطلاح ده چې اصلآ د نظام مشر ته د دین په چوکاټ کی او د دی جچوکاټ نه په تستفاده لاس خلاسې اختیارات ورکوی. چې تقریبآ دا یو شکل د مطلقه شاهې باندی بدلیږی. دلته هم د رږحانې مشر د انتخاب طریقه محدوده، د صلحیت دره یی نا محدوده، او دیموکراسی هم وجود نه لری ، یعنې اقتدار ټول کرکزی او د یوی مشخصې روحانې کړۍ په لاس کی وی. په امارتې سستمونو کی د دغه مطلق العنانیت نه اکثرآ د ولس په ضد او دهماغه وړی مذهبې کوۍ په ګټه استفاده کیږی.
    ۴- ممثل دیموکراتیک سستم: دا یو بیل سستم دی چې تر ډیره حده دیمکراتیک او د دولت زیات چارواکې پکې د محلې خلکو له خوا انتخابیږي. دا سستم اوس په سویس کی موجود دی.
    لکه چې پورته مو وویل د یوه ملت نظام د هغه ملت د دولت نوعیت او د دری ګونو قواو د انتخاب، صلاحیتونو او کاری طرز نوعیت په ګوته کوي. نظام دولت او حکومت رهبری کوی. حکومتونه او دولتونه بدلیږي، را بدلیږي، ولې نظامونه اکثرآ ثابت پاتې کیږي. اما کله نا کله دا بدلونوونه دومره شدید او پراخه وی چې نظامونه هم بدلوي. مثلآ د ظاهر شاه نه دمخه چې مطلقه شاهې وه، د شاهانو تر منځ د سلطنت تغیرات د دولت او حکومتونو بدلونونه وه، اما نظام به هماغه شان شاهې وه. بیا د ظاهر شاه په وخت کی چې کله نظام د مطلقه شاهې نه په مشروطه شاهې بدل شو، نو د ظاهر شاه په موجودیت کی څو حکومتونه بدل شول، ولې دولت هماغه شان شاهې وه، او ظاهر شاه د دولت په راس کی وه. خو چې کله د ظاهر شاه نه داود خان ته د قدرت انتقال وشو، دا د د نظام بدلون وه ځکه چې د شاهې سستم نه ( چې یو میراثې مطلق العنانه او بی ټاکلې مودی د نظام د مشرتابې سستم وه، په جمهوری سستم بدل شو چې دلته ولسمشر انتخابې او یوه ټاکلې کاری موده یی لرله) او دلته هغه صدارتی سستم په جمهوری ریاستې ستم بدل شو. یعنې صدراعظم نه وه، یوازی د دولت په راس کی ولسمشر وه. البته د کمونستانو په دوره کی بیا د مختلفو جمهور ریسانو په راتللو سره سره ولو که انتخابې نه وه هم، نظام جمهوري پاته شو. خو بیا د مجاهدینو په راتللو سره او خاصتآ بیا د طالبانو په راتللو سره نظام بیا د جمهوري نه په امارتې نظام بدل شو. او بلاخره، د غربیانو د تهاجم نه وروسته بیا جمهوری نظام مسلط شو.
    دولت: دولت په یوه هیواد کی د اجرایی قوی، مقننه قوې، او قضایه قوی مجموعې ته ویل کیږی. په دولت کی دا دری واړه قواوي، په یوه همغږی سره کار کوي. هر څومره چې په یوه هیواد کی د دی دری ګونو قواو تر منځ هماهنګي او همکاری زیاته وي، په هماغه اندازه هغه نظام پیاوړی او په هیواد کی د زیات احترام او پلوي نه برخمن وي، او برعکس، هر څومره چې په یو هیواد کی د دی دری ګونو قواو ترمنځ کشمشونه زیات وی، په هماغه اندازه دا د هغه ملت د پرمختګونو مخه نیسی.
    حکومت: د یوی ټولنې اجرایه قوه ده چې د کابینې یعنې ټولو وزیرانو نه عبارت دی، چې په راسی کی یی په ریاستې نظام کی ولسمشر او په صدراتې نظام کی صدراعظم وی. حکومت د نورو دوو قواو د نظارت او هماهنګې برسیره د یوه هیواد د ازادی، خپلواکې، د خاوری تمامیت، د قانون تطبیق، او د ټولو اتباعو د سولې، امن، او هر اړخیزه حقوقو او ټولنیز عدالت تامین کوي، عامه نظم څاری او ساتی، د جرمونو او قانونې سرغړونو نه مخنیوی کوی، او د هیواد او هیوادوالو ارزښتونه ساتې او پالې یی، ټولنه روزي، او د هیواد د صنعت، ملې اقتصاد او د نمو او پرمختګ نوري لاری چاری په منظمه توګه تطبیق کوی، او د ټولې نړۍ سره د هغه هیواد نړیوالې اړیکې تامینوي. په مقننه قوه او عدلي قواو نظارت هم کوی. په هغه هیوادونو کې چې صدارتې نظامونه لری، د دولت مشر جمهور ریس ، پاچا او یا هم امیر وی. اما د حکومت مشر (صدراعظم) د دری ګونو قواو مشری هم په غاړه لری. خو په ریاستې ( ریاست جمهوری) نظامونو کی بیا د حکومت او دولت مشر یو او هغه ولسمشر وی. پیعنې په ریاستې نظامونو کې ولسمشر برسیره پردی چې د اجرایه قوی مشر وی، په دواړو نورو قواو نه هم نظارت کوی، او یو څه کنترول پری لری. ه هغه هیوادونو کی چې دیموکراسی وجود لری دا دری قواوی یو د بل نه مستقلې، اما هره یوه یی د دواړو نورو د کارونو نه نظارت او څارنه کوي، او په مشخصو مواردو کی د هغوي د کنترول صلاحیتونه هم لری.
    مثلآ: مقننه قوه( ولسی جرګه او د مشرانو جرګه) قوانین وضعه کوی، چې اجرایه قوا یی د هغې قوانینو د تطبیق او څار مسؤلیت لری. خو په ریاستې نظامونو کی د همدغې اجرایه قوی لوړ پوړي منسوبین لکه وزیران باید د همدغې مقننه قوی له خوا د اکثریت د رایو په ګټلو تاید شی، که نه هغه کس د وزارت کولو صلاحیت نه لری. همدا راز دوی د حکومت وزیران صلب اعتماد او له خپلو پوستونو لری کولای هم شی. د بلې خوا په صدارتې نظام کی بیا صدراعظم باید یا د هیواد د مشر (جمهور ریس یا پاچا) له خوا باید صدراعظم او ټوله کابینه یی هم د مقننه قوی ته معرفې او د هغوي له خوا و منل شی، تر څو قانونې صلاحیت پیدا کړی. او یا هم دا چې صدراعظم مستقیمآ د ولس په رایو انتخابیږی، او هغه بیا خپله کابینه د مققنه قوی نه منظوروی. همدا راز قضایه قوا هم کولای شی چې دولت اودولتې یا حکومتې مشران د قانون د سرغړونې په صورت کی مجازات او حتا د څوکیو نه لری کړی.
    ښه اوس پدی غږیږو چې د یوې ټولنې خلک څنګه کولای شی په درسته او مؤثره توګه د خپل هیواد د نظام مرستندوی وګرځې. دیوې ټولنې خلک خپل مؤثریت د یوه نظام په اړه په فردی او ډلیز ډول تر سره کولای شی.
    ۱- په فردی توګه: د یوی ټولنې هر وګړی کولای شی چې د لاندی لارو د خپل دولت او نظام نه ملا تړ وکړی: د دندو صادقانه اجرا کول، د قانون نه تابعداری، او د هغې درست او هر اړخیزه عادلانه تطبیق، د دولت د ښو کړنو ستاینه او تشویق، او د خلکو سره شریکول، د دولت په همکاری کی داوطلبانه ونډه اخستل، دولتې مقاماتو ته د خرابکارانو او قانون ماتونکو په اړه معلومات ورکول، د ملې شتمنیو نه څارنه، د چاپریال ښه ساتنه، د خاینینو او بی مسولیته خلکو او تخریبونکو اشخاصو او کړیو په وړاندی په جرآت سره ودریدنه، او د هغوي سپکول او رسوا کول، په جمعې رسنیو کی د خلکو د اذهانو د روښانه کولو لپاره مؤثره او سالمه ونډه اخستنه، د ملې ګټو او د ځوان نسل د بیداری لپاره مؤثري او روزونکې لیکني، د دولت په نورو اراکینو پام لرل، او د هغوی سمې لاری ته هڅول، د ملې شتمنیو نه ساتنه او پالنه، د اشتباه او سرغړونې په صورت کی د چارواکو متوجه کوونه ټول هغه کارونه دی چې د یوې ټولنې هر فرد یی بیله کوم تشویشه تر سره کولای شی. چې متآ سفانه زمونږ په هیوادوالو کی په نورو د ډیرو نیوکو کولو سره سره هم دغه فردی ملې او مسلکې مسؤلیت پیژندنې لا دومره رشد ندی کړی. نو زه د ټولو هغو ځوانانو نه چې د یوه مثبت بدلون غوښتونکې دی احترامانه هیله کوم چې تر ممکنه حده اقلآ دغه معیارات په خپل ځانونو عملې کړي.
    ۲- ډلیزه مرستې: سره لدی چې د ټولنې هر وګړی کولای شی چې په فردی ډول د نظام په پیاوړتیا کی ونډه واخلې، خو متاسفانه دا فردی ونډه اخستنه دوه ستونژی لری. یو داچې مؤثریت یی کم وی، دوهم که وغواړی خپل توانمندي د دولت یا بل چا په مخالفت کی استعمال کړی نو بیا هم هومره مؤثریت تری نشو لاس ته راوړلای. نو دوهمه لاره دا ده چې مونږ د ټولنې وګړي سره د خپل ملې ارزښتونو په رڼا او د ملې ګټو نه په دفاع کی سره په یوه تشکل کی سره منظم شو او بیا د نظام سره یا همکاری او که همکاری مو ګټوره و نه ارزو ڼو مخالفت په ډلیزه توګه وکولای شو. څرنګه چې ډلیزې مرستي او یا مخالفت تر فردی مرستو او یا مخالفت په کراتو زیاد مؤثر او پایدار دی، نو دليز مرستې نه یوازی دا چې د نظام په اصلاح کی مرستندوی دی، بلکه دلي کولای شی چې د مقابل لوری نه خپلو غړو ته هم لا ښه انتیازات تر لاسه کړی. نو ښه به دا وي چې هغه افغانان چې غواړی د دولت او نظام نه په مؤثره توګه پلوی ولړی، ژر تر ژره په یړه تشکیلاتې ساختار کی سره منسجم شی، او د هغه تشکیلاتې ساختار له لاری د دولت سره مؤثره مرسته وکړی. د یوه تشکیل په شاوخوا راټولیدل دری ګټې لري:
    ۱- د یوه تشکل په منځ کط په ګډه مونږ د ددولت او نظام ښه او دقیقه ارزونه کولای شو، او په نتیجه کی یی ښه تصمیم نیولای شو چې ایا د نظام سره مرسته وکړو او که یی بدلون ته وهڅوو.
    ۲- دا چې مونږ په هغه تشکل کی یوه منظمه او پراخه همغږی کتله شوی یو ، نو زمونږ د پلوي او یا مخالفت اثر هم په دولت او نظام او همدا راز د هغې په مخالفینو ډیر زیات مؤثر کیدای شي، چې په نتیجه کی یی د د دولت سره ښه مرسته هم کولې شی، او که وغواړی نو د دولت سره یی مخالفت به هم لا مؤثر وی.
    ۳- دا چې مونږ په یوه تشکل کی یوه پراخه او منظمه کتله یو، نو دولت هم د دی ویری چې که هغه زمونږ غوښتنې و نه منې، نو مونږ ور ته ستونځي هم پیدا کولای شو، نو تر ډیره خده د دی امکان شته چې هغه زمونږ غوښتنو ته غاړه کیږدی. همدا راز د یوی متحدی کتلې په توګه مونږ د دولت د مخالفینو په وړاندی هم ښه مؤثر اقدامات کولای شو.
    ۴- د یوی ډلې په توګه، دوي کولای شی چې د دولت او یا هم د مخالفینو نه لا زیات او ښه امتیازات هم خپلو غړو ته تر لاسه کړی.
    نو که تاسو ځوانان دا غواړی چې د دولت سره مؤثره مرسته وکړی او یا د دولت مخالفینو مؤثره مخه ونیسئ او که لازم ولیدل شی چې د دولت په اصلاح کی مؤثر ثابت شي، نو راځې چې د یوه توانمند ملې سیاسی تشکل په جوړښت کی سره ځانونه منظم کړو، تر څو په هر شکل کی چې وغواړو مؤثر ثابت او لا غښتلې شو، او که وغواړو نو خپل غړو ته به لا زیات او ښه امتیازات هم تر لاسه کړای شو.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.