آی پي ایل: لوبغاړي خپلو پخوانیو لوبډلو کې وساتل شول. څه معنا؟

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): تېره ورځ د هند په تجارتي لیګ آی پي ایل کې ۸ لوبډلو د هغو لوبغاړو نوملړ اعلان کړ چې له پخوا ورسره دي او غواړي په راروان پړاو کې يې هم له ځان سره وساتي.

د یاد لیګ د قانون پر اساس هره لوبډله کولای شي له خپلو پخواني لوبغاړو څخه یې ۳ له ځانه سره وساتي او پاتې لوبغاړي بولۍ ته وړاندې شي.

د بولۍ پر وخت به د فرنچایز مالکانو ته سور کارډ ورکول کیږي چې د هغې په واسطه به که وغواړي کولای شي خپل پخواني لوبغاړي اګر که د نورو لوبډلو لخوا اخیستل شوي هم وي بېرته واخلي.

ځینې لوبغاړي چې د خپلو لوبډلو لپاره تر دې دمه ډیر اړین او مهم و هم ونه ساتل شول، لکه د کولکته نایټ رایډرز لوبډلمشر ګوتم ګمبیر د خپلې لوبډلې لخوا ونه ساتل شو، نوموړي څه موده وړاندې یوه تلویزوني مرکه کې ویلي و چې غواړي آی پي ایل کې له نوې لوبډلې سره یوځای شي.

د رایل چیلنجرز بنګلور چټک توپ وهونکی کریس ګیل هم د خپلې لوبډلې لخوا ونه ساتل شو خو اټکل کیږي چې نوموړی به د سور کارډ په واسطه واخیستل شي.

د چینایي سوپر کینګز پخواني لوبغاړي ایم ایس دهوني او سریش راینا چې تېر کال د رایزینګ پونې لوبډلې لخوا اخیستل شوي وو بېرته خپلې لوبډلې ته ستون شول.

د هغو لوبغاړو نوملړ چې د خپلو لوبډلو لخوا پخپل ځای ساتل شوي په لاندې ډول دي:

• ډیلي ډېیرډیولز «Delhi Daredevil»

1. ریشاب پینټ «Rishabh Pant»
2. کریس موریس «Chris Morris»
3. شریاس اییر «Shreyas Lyer»

• چینایي سوپر کینګز «Chennai Super Kings»

1. ایم ایس دهوني «MS Dhoni»
2. سریش راینا «Suresh Raina»

• ممبۍ انډینز «Mumbai Indians»

1. روهیټ شرما «Rohit Sharma»
2. هارډیک پانډیا «Hardik Pandya»
3. جاسپریټ بومرا «Jasprit Bumra»

• رائل چلینجرز بنګلور «Royal Challengers Bangalore»

1. ویرات کوهلي «Virat Kohli»
2. ای بي ډیویلیرز «AB De Villiers»
3. سرفراز خان «Sarfarz Khan»

• کولکته نایټ رائیډرز «Kolkata Night Riders»

1. سنیل ناراین «Sunil Naraine»
2. انډري رسل «Andre Russel»

• کینګز الیون پنجاب «Kings X1 Punjab»

1. اکسار پټیل «Axar Patel»

• سنرایزز حیدر اباد «Sunrises Haydarabad»

1. ډیویډ وارنر «David Warner»
2. بوونیشور کمار «Buvaneshwar Kumar»

• راجستان رائلز «Rajhastan Royals»

1. سټیون سمیت «Steven Smith».

د یادونې وړ ده چې د آی پي ایل راتلونکي یوولسم پړاو سیالیو لپاره ویرات کوهلي تر ټولو ګران بیه لوبغاړی ثابت شو، چې د یاد لیګ په تاریخ کې ګران بیه لوبغاړی شمیرل کیږي، له ده مخکې یووراج سینګ او بین سټوکس هم د تېروو پړاوونو له ګران بیه لوبغاړو څخه دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د