افغانستان

بدخشان: اغېزمنو خلکو سره مرستې د ګډوډيو ښکار دي

نن ټکی اسيا: بدخشان ولايت څخه رارسيدلي خبرونه وايي، چې د دغه ولايت ارګو ولسوالۍ کې د ځمکې ښويدو له امله د ځپل شويو خلکو سره د مرستو بهير د ګډوډيو ښکار دی.
د حکومت لخوا د مرستو د ويش پر مهال د سيمې د خلکو او حکومتي مرستندويه ډلو تر منځ د شخړو له امله ګډوډي رامنځته شوه او ځينې مواد لوټ هم شول.
د ولسي جرګې ځينې وکيلان تور لګوي، چې حکومتي مرستندويان په لوی لاس په مرستو کې د درغلۍ لپاره ګډوډي جوړوي.
بل پلو حکومتي چارواکي دغه تورونه ردوي او وايي، چې خلکو د مرستو د ويش پر مهال ګډوډي پیل کړه او دوی کوښښ کوي، چې دغه لړۍ منظمه کړي.

پرون د ارګو ولسوالۍ د اغېزمنو خلکو لپاره د مرستو د ويش پر مهال پوليسو د ګډوډۍ له امله هوايي ډزې وکړې او خلک يې سره تيت کړل.
حکومتي چارواکي وايي، چې ټولې بهرنۍ مرستندويه مؤسسې او ټولنې به خپلې مرستې دولت ته سپاري او دوی به يې د يو ميکانيزم په ترڅ د ارګو ولسوالۍ ځپل شويو ګورنيو ته رسوي.
يو شمېر وکيلانو او مرستندويه ټولنو انديښنه څرګنده کړې، چې که د مرستو لړۍ دغسې د ګډوډۍ ښکار وي، کيدای شي دغه بهير پڅ شي او بهرنۍ مؤسسې له خپلو ژمنو په شا شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x