fbpx

نی: تېر کال په افغانستان کې ۴۴ خبریالانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د افغانستان له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره یا نی وايي، ۲۰۱۷ز کال د افغان خبریالانو له پاره خونړی کال و، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۱ خبریالان پکې ووژل شول.

د یادې ادارې مشر مجیب خلوتګر وايي، تېر کال یې د ۲۳ خبریالانو د ټپي کېدو، ۲۱ د وهلو ټکولو، ۶۹ د ګواښ او سپکاوي او ۱۴ د بندي کولو او ازادۍ سلبولو پېښې ثبت کړي دي، چې د تېرو کلونو په پرتله ۲۰۱۷ کال د افغانستان خبریالانو لپاره خونړی کال و.

د ده په خبره، تېر کال له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پېښو کې ۶۲ د ملي یووالي حکومت له لوري، ۴۲ یې د داعش او طالبانو له لوري، ۲۶ د ناپېژانده وسله والو له لوري او ۱۱ د تاوتریخوالي نورې پېښې د رسنیو د مشرانو له خوا ترسره شوي دي.

د خلوتګر په خبره، له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پېښو څخه یوازې ۴۳ پېښې د حکومت له خوا څېړل شوي او نورې تراوسه پاتې دي.

د افغانستان له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره یا نی مشر وايي، په ۲۰۱۶ ز په افغانستان کې ۱۴ خبریالان وژل شوي وو؛ خو تېر کال دغه شمېره ۲۳ ته لوړه شوې ده.

د نی د معلوماتو له مخې د ملي یووالي حکومت په راتګ له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوي دي، چې په تېرو درې کلونو کې ۶۲۰ پېښې یې ثبت کړي، چې د مخکېني ولسمشر حامد کرزي په ۱۳ کلنه دوره کې ټولې ۶۱۰ پېښې ثبت شوې وې.

تېر میلادي کال کې د داعش وسله والو د شمشاد راډیو ټلویزون او د صدای افغان رسنیو پر ودانیو بریدونه کړي وو، چې د صدای افغان ځینې خبریالان پکې ووژل شول او ځینې نور ټپیان شول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د