پخې خبرې

لس پوښتنې چې الله (ج) به یې هېڅکله له تاسو څخه ونه کړي

ژباړه: عطا محمد میاخېل

۱ ـــ الله (ج) به له تا څخه دا پوښتنه ونه کړي، چې ستا د پوستکي رنګ څه ډول و، بلکې دابه درنه وپوښتي، چې څنګه انسان وې؟

۲ ـــ الله (ج) به له تا څخه پوښتنه ونه کړي، چې په خپل بکس کې دې جامې درلودې، بلکې له تا څخه به پوښتنه وکړي، چې څو کسانو ته دې جامې ورکړې؟

۳ ـــ خدای (ج) به له تا څخه پوښتنه ونه کړي، چې د کور لاندینی پوړ دې څو ګزه و، بلکې دا به در نه وپوښتي، چې په خپل کور کې دې څو کسانو ته هر کلی ووایه؟

۴ ـــ الله (ج) به له تا څخه دا پوښتنه ونه کړي، چې په کومه سیمه کې دې ژوند کاوه، بلکې له تا څخه به دا وپوښتي، چې له خپلو ګاونډیانو سره دې څه ډول چلند وکړ؟

۵ ـــ الله (ج) به له تا څخه دا ونه پوښتي، چې څومره دوستان او ملګري دې لرل، بلکې دا به در نه وپوښتي، چې له څو کسانو سره دوست او ملګری وې؟

۶ ـــ خدای (ج) به له تا څخه پوښتنه ونه کړي، چې ګټه دې څومره وه، بلکې دا به درنه وپوښتي، چې له بېوزلانو سره دې مرسته وکړه او د هغوی لاس نیوی دې وکړ؟

۷ ـــ الله (ج) به دا درنه ونه پوښتي، چې څه دنده دې درلوده او دغه راز مقام دې څه و، بلکې دا پوښتنه به درنه وکړي، چې آیا ته یې وړ وې او په ښه توګه دې ترسره کړه؟

۸ ـــ الله (ج) به د دې پوښتنه در نه ونه کړي، چې په موټر کې سپرېدلې او که نه، بلکې دا به درنه وپوښتي، چې څو کسان دې خپل ځای ته ورسول، کوم چې د لېږد را لېږد وسیله یې نه درلوده؟

۹ ـــ خدای (ج) به دا درنه ونه وپوښتي، چې د رښتیا، صداقت او عدالت په لټه کې دې ولې دومره ځنډ وکړ، بلکې په مهربانۍ سره به تا د دوزخ له دروازې څخه را وګرځوي او د جنت ماڼیو ته به دې ور ننباسي.

۱۰ ـــ الله (ج) به له تا څخه دا پوښتنه ونه کړي، چې دا لیکنه دې ولې خپلو دوستانو او ملګرو ته ونه لوسته، بلکې دا به درنه وپوښتي، چې نورو ته د لوستلو له امله دې په خپل وجدان کې د شرمنده ګۍ احساس کاوه او که نه؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمدرحیم

د شپږمی شمیری اړوند به پوښتی چه(من این اکتسبت و فیما انفقت)

اجمل

میاخیل صاحب ! بی علمه شیخی مه کوه، او غیر قرانی خبری الله ج ته مه منصوبوه ځان مه ګناهکاروه او مه ځان ښکته راوله کشکی داسی دی لیکلی وی چه : [ ښه انسان جوړ شه،خلکو ته کالی او میلمستیا ورکړه، د چم ګاونډ سره ښه چلند، د بیوزلو سره لاس اړونه او ښه دوستان ولره، سپارل شوی دندی په ښه توګه ترسره، د خلکو سره په حمل و نقل او ټولو ښو کړنو کی مرسته، په صداقت کی ځنډ مه کوه ( تاسی سرچپه لیکلی )، د الله ج له رحمته مه ناهیلی کیږه او اخری خبره خو… نور لوستل »

غمی،پښتین

اجمل صاحب،
د میا خیل صاحب لیکنه څو واری په دقت سره ولوله.او که یی لوستلی نه شی له چا څخه مرسته وغواړه،زه تا هیڅ نه ملامته کوم.تا خپله لیکلی وه چه پښتو خط نه لرم،
د میا خیل صاحب لیکنه د معنا و څخه ډکه ده،
ساده پښتو یی لیکلی ده،همداسی لیکنی لپاره خلک دا ویب سایت ته راځی،ویب سایت مسولین لری که چیری لیکنه د نشر نه وی نه یی نشر کوی،
هیله کوم چه ته بی ځایه لیکنی مه بی خونده کوه،

غ.حضرت

غمی صاحب او اجمل صاحب! د کوم بل ځای ( ویبسایټ) څخه ستړی ستومان راغلی یم، چه ستاسی جنجال می ولید نور هم ستړی سوم. راسی یو د بل نظرونه په خوږه ژبه نقد کو، طعنې او خُشکی ته هیڅ اړتیا نشته. اجمل صاحب بېچاره شاید د تواضع پخاطر کومه ورځ لیکلی وی چه پښتو نه راځی نو غمی صاحب دی لطفاً دده دا خبره د طعنې پتوګه بیرته دده مخته نه ایږدی او په نرمه ژبه دی ورته ولیکی چه مثلاً داسی نظر ولرې ښه به وی یا مثلاً خپل نظر د موضوع په هکله داسی وړاندی چه بله… نور لوستل »

اجمل

مونږ په خپله تبصره یا نقد کی یوه د پشتو ژبی نمکی جمله چه ( بی علمه شیخی مه کوه ) لیکلی ډيره غلیظه جمله نه ده او که شی هم مونږ اخر کی لیکلی که مو ناسمه څه لیکلی وی بخښنه کوی . زما مطلب دا وو په هغه ډول چه میاخیل صاحب لیکلی چه قران کی دا او دا ویل شوی یا نه دی ویل شوی که د قران سره سمون ونه لری لویه ګڼاه ده غمی صاحب دوه په جنګ اچوی الله ج دی ورته لارښودنه وکړی . مونږ کله هم نه دی ویلی چه په پشتو… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx