افغانستان

مجاهد: په ننګرهار کې طالبانو ته د تلفاتو اوښتو خبر حقیقت نه لري

د طالبانو ویاند رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د هېواد په ختيځ کې د خپلو ملګرو تلفات نه مني او د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه کلکه ردوي. د کورنیو چارو وزارت مسوولینو رسنیو ته ويلی و، چې تېره ورځ يې د ننګرهار د خوږياڼو په وزیرو کې پنځلس طالبان له منځه وړي دي.طالبانو د اعلاميې په خپرولو یادراپورونه دروغ بللي، رسنیو ته لېږل شوې خبرپاڼه کاږي:

«تیره ورځ د ننګرهار خوګیاڼو ولسوالۍ وزیرو سیمه کې د اربکي قومندان نواب په مرکز مجاهدینو برید وکړ، چې د نومړې د مرستې لپاره نور مزدور عسکر هم راروان وو.

مجاهدینو د عسکرو په را روان قطار هم پراخ د کمین برید وکړ چې له امله يې ۲ عرادې رینجر مکمل ویجاړ ۱۶ تنه عسکر مړه او ژوبل شول ، په دغه نښته کې ۲ تنه مجاهدین هم ټپیان شوي دي.

نن دښمن دعوه کړې چې په ياده نښته کې يې له ۱۵ زیات مجاهدین شهیدان کړي او پټیان کړي دي.

موږ د دښمن دغه دعوه ردوو، دښمن دمجاهدینو د بریدونو او تلفاتو له امله بیګا ناوخته سيمه پريښوده او د اربکي قومندان نواب په ګډون ټول عسکر او اربکيان له سيمې څخه تښتې ته اړ شول.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۴۳۵/۷/۷هـ ق

۱۳۹۳/۲/۱۶هـ ش ــ 2014/5/6م»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x