fbpx

حقوقپوهان: ولسمشر او پارلمان دواړه قانوني مشروعیت نه لري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د حقوقپوهانو ټولنه وايي اساسي قانون ته په کتلو نه ولسمشر او نه هم زموږ پارلمان قانوني مشروعیت لري.

د دې ټولنې مرستیال عبدالسبحان مصباح وايي، نه یوازې ولسمشر او پارلمان قانوني مشروعیت نه لري، بلکې تر اوسه پورې ګډ حکومت د کار له پيله د اساسي قانون پوره ۴۰ مادې بشپړې نقض کړې دي.

مصباح په کابل کې خبري ناستې ته، پخپلو خبرو کې وویل چې د اساسي قانون د ۶۱ مادې له مخې باید ولسمشر د ټاکنو د کمیسیون له لوري اعلان کړل شي، چې د دې حکومت په پیل کې داسې ونه شول، پر دې سربېره د دریو کلونو په تېرېدو لا هم مشروع کابينه نه ده رامنځټه شوې.

د حقوقپوهانو د ټولنې له نظره په افغانستان کې تر ټولو لوی قانون ماتوونکی پخپله ارګ دی او بیا پکې ملي شورا دویمه درجه لري.

د حقوقپوهانو ټولنه په داسې حال کې د قانون د نقض په اړه اندېښنې ښيي، چې پر اساسي قانون د څار کمیسیون غړی وايي چې موجوده اساسي قانون یو «تبدیل شوی اساسي قانون دی.»

پر اساسي قانون د څار کمیسیون غړی ابوبکر متقي وايي، چې قانون پخپله مافیايي شکل اختیار کړی او له اصلي نسخې سره چورلټ بدل دی.

متقي د اساسي قانون اصلي نسخه هغه بولي چې د بن له کنفرانس وروسته تصویب شوه، خو په وينا يې هغه نسخه او اوسنی قانون ډېر توپیر سره لري.

پر دې سربېره ګډ حکومت او ځينې مدني بنسټونه له طالبانو سره د سولې په صورت کې اساسي قانون «سره کرښه» معرفي کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د