غزني: دوه اربکیان د انسان تښتونې په تور نیول شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د غزني ولایتي چارواکي وايي د دې ولایت په اب بند ولسوالۍ کې يې دوه اربکیان د انسان تښتونې په تور نیولي دي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري وايي، دغه اربکیان د کابل – کندهار په لویه لار د اب بند ولسوالۍ اړوند یوه پوسته کې اوسېدل، چې د مقر د بازار یو دوکاندار يې تښتولی و.

نوري وايي اربکیانو د دې دوکاندار له کورنۍ د پیسو غوښتنه کوله، چې دوی يې له منګولو ژغورلی دی.

د سرچينې په قول له نیول شويو اربکیانو سره به قانوني چلند وشي.

تېره اوونۍ هم د پولیسو په ګډون شپږ اربکیان د غلا او وژنو په تور د غزني دامنیه قومندانۍ له لوري ونیول شول.

غزني د هېواد په سطحه هغه ولایت دی چې لومړی ځل پکې اربکیان را پیدا شول، چې تر اوسه يې ګڼ جرمونه ترسره کړي دي.

اب بند له مقر سره نږدې ولسوالي ده، چې پکې ولسي خلک د اربکیانو له جنایتونو پرلپسې شکایتونو ته اړ شوي دي.

تر دې وړاندې هم له ګڼو سیمو نه د اربکيانو له امله، د جنسي تېريو، اختطاف، مخدره توکو او غیر اخلاقي کړنو شکایتونه شوي دي، چې مسوولینو يې په اړه کوم جدي اقدام نه دی کړی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د