افغانستان

ایران: حکمتیار له افغانستان سره زموږ اړیکي نه شي خرابولی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): په کابل کې د ایران سفارت د انجینر ګلبدین حکمتیار د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې هغه نه شي کولی د افغانستان او ایران اړيکي خړې کړي.

حکمتیار تېره پنجشنبه خبري ناسته کې پر ګڼو موضوعاتو د تبصرو څنګ کې ایران هم د داعش ملاتړی وباله او په وينا يې افغانستان ته داعشي وسله وال له عراق او سوريې نه د ایران په مرسته راغلي دي.

د ایران له سفارته خپاره شوي بیان کې حکمتیار د دې څرګندونو له امله «نامعقول سیاستوال» بلل شوی دی او په ډاګه کړې يې ده، چې هیڅ معقول سیاستوال د ایران او د داعش د اړیکو اړوند تبصره نه ده کړې.

د سرچینې په قول ایران یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې په عراق او سوریه کې د داعشيانو د ځپلو سرسخت پلویان دي.

ایراني سفارت د حکمتیار له لوري دا ډول څرګندونې د کابل او تهران تر منځ د اړیکو د خړپړتیا هڅه بللې، خو په وینا یې حکمتیار به پکې ناکام شي.

حکمتیار په داسې حال کې ایران د داعش ملاتړی معرفي کوي، چې څو ورځې وړاندې امرالله صالح بیا پخپله حکمتیار د داعشیانو ملاتړ بللی و.

د ملي امنیت دې پخواني مشر حکمتیار د حکومت له لوري د نیول شویو زندانیانو په خوشي کولو تورن کړی و او لیکلي يې و، د دې لپاره چې د داعش او حکمتیار اړیکي رسوا نه شي، د ځینو داعشي زندانیانو دوسیې هم عدليې ارګانونو ته نه دي رسېدلې.

حکمتیار له حکومت سره له یو ځای کېدو وروسته، څو ځلې د ایران اړوند تبصرې کړې دي، خو د امریکايي ځواکونو له لوري د ملکي وګړو د وژنې او په تېره بیا د ټرمپ د نوې ستراتېژي اړوند چوپې خولې يې اندېښنې را پيدا کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x