ورزش

کرېکټ: پاکستان د نیوزېلنډ په وړاندې له ماتې پېل وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د پاکستان او نیوزېلنډ تر منځ په لومړی یو ورځنۍ سیالۍ کې نیوزېلنډ پاکستان ته د ۶۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

پچه پاکستان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې فیصله وکړه، نیوزېلنډ له پېله ښه توپ وهنه ترسره کړه، د مارټن ګپټل او کولن مونرو ترمنځ لومړی ویکټې ۸۳ منډې شراکت جوړ کړ، چې ورپسې لوبډلمشر کین ویلیمسن ښه وځلید او د لړۍ لومړۍ سلیزه یې ترسره کړه، نوموړی د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

نیوزېلنډ لوبډلې د ۵۰ اورونو په لوبولو سره د ۷ ویکټو په سوځیدلو ۳۱۵ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا کولن مونرو ۵۸ ویلیمسن ۱۱۵ او نیکولز ۵۰ منډې جوړې کړې.

د پاکستان لخوا یواځې حسن علي په توپ اچونه کې وځلید، نوموړي په ۱۰ اورونو کې ۳ ویکټې ترلاسه کړې، همدارنګه محمد عامر، رومان رئیس، فهیم اشرف او فخر زمان یوه یوه ویکټه ترلاسه کړه.

په ځواب کې د پاکستان لوبډله له پېله له ستونزو سره مخ شوه او په لومړي اور کې یې دوه مهم لوبغاړي له لاسه ورکړل، همدا ډول د پاکستان په ۵۴ منډو ۵ لوبغاړي وسوځیدل چې هدف پوره کول ورته ستونزمن ښکاریدل، خو بیا اوپنر فخر زمان ښه لوبه ترسره کړه، نوموړي د ۴ شپږیزو او ۵ څلوریزو په مرسته ۸۲ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې او لوبډله یې په ۳۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدلو ۱۶۶ منډو ته ورسوله.

وروسته لوبه د باران له امله وځنډول شوه چې په پای کې د نړیوالې شورا د قانون (ډي ایل میتوډ. D/L method) له لارې نیوزېلنډ د پاکستان په وړاندې د ۶۱ منډو په توپیر ګټونکی اعلان شو.

د یادونې وړ ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ لوبه به د سې شنبې په ورځ د جنوري په ۹مه نیټه ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x